د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، چې د ځانګړو امنيتي پلانونو له كبله له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په دې ولايت كې جنايي پېښې ډېرې کمې شوې دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، د امنيه قوماندانۍ له خوا د ولايت په ټولو برخو کې له امنيتي ادارو سره په ګډه ځانګړي پلانونه جوړ شوي، چې په ترڅ كې يې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د جنايي پېښو ګراف ښکته شوى دى.
د نوموړي په وينا، د کاپيسا په لويو لارو کې ځانګړي امنيتي کمربندونه جوړ شوي، د شپې او ورځې په ناامنو برخو کې د دوى ځواکونو ګمزې هم ډېرې کړي، چې له كبله يې په دغه ولايت کې امنيت ښه شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال له پيله تر دې دمه په کاپيسا کې دوه جنايي پېښې رامنځته شوي، چې په يوې کې د کاپيسا د ولايتي شورا منشي او په بله پېښه کې يوه ځوانه نجلۍ وژل شوې ده.