ads

هلمند کې د پوځي عملياتو بهير چټکېږي

د هلمند د نظامي شورا غونډه کې پرېکړه وشوه، چې هلته د روانو عملياتو بهير لا چټک او د هوايي او ځمکنيو ځواکونو له لوري د وسله والو د ځپلو په هدف جدي اقدامات ترسره شي.

نویسنده: sarwan
30 وری 1396
هلمند کې د پوځي عملياتو بهير چټکېږي

د هلمند د نظامي شورا غونډه کې پرېکړه وشوه، چې هلته د روانو عملياتو بهير لا چټک او د هوايي او ځمکنيو ځواکونو له لوري د وسله والو د ځپلو په هدف جدي اقدامات ترسره شي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د نظامي شورا غونډه د والي حيات الله حيات په مشرۍ تېره ورځ جوړه شوه.
غونډه کې د هلمند په يو شمېر سيمو کې روان عمليات و ارزول شول او وويل شول، چې د مخالفينو ځپلو په هدف پوځي عملياتو کې دښمن ته درانه تلفات اوښتي، سلګونه ماينونه له منځه وړل شوي او افغان ځواکونو ګڼې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.
د ۵۰۵ بُست زون سرپرست قوماندان پاسوال چخانسوري وويل، په دوه ورځو کې به له مزار شريف څخه شاوخوا ۴۰۰ ساتنمنان لښکرګاه ته ورسېږي، چې په بېلابېلو سيمو کې به په دندو وګومارل شي.
د هلمند والي حيات الله حيات ټولو امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د مخالفينو ځپلو په هدف د عملياتو بهير لا چټک کړي، ترڅو ولسونه يې له وژونکو او تخريب کاره کړنو وژغورل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA