د فليپين په شمالي برخه کې يوې کندې ته د بس موټر غورځېدو پېښه کې ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پوليس وايي، پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د بس موټر بريک كار پرېښود او د اتيا فوټه په اندازې يوې کندې ته ولوېده.
په پېښه کې ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ۲۲ نور ټپيان شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازک بلل شوى دى.
په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ژغورونکو رسنيو ته ويلي، چې په بس موټر کې ۶۰ کسان سپاره وو، خو ۱۳ تنو ته يې زيان نه دى اوښتى.