د بدخشان په درايم ولسوالۍ کې د شاوخوا شل کيلومتره سړک د رغونې چارې پيل شوې چې له بشپړېدو سره به يې د ګڼ شمېر کليو د اوسېدونکو ستونزې حل شي.
د ياد سړک د رغونې چارې پرون د بدخشان والي احمد فيصل بېکزاد او په ولسي جرګه کې ددې ولايت د ځينو استازو په حضور کې پيل شوې.
د بدخشان والي احمد فيصل بيکزاد کليد ته وويل، چې په ياد سړک ۷۸ ميليونه او ۶۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي، چې د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت له لوري ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، دغه سړک به د يو کال په موده کې د خصوصي شرکت لخوا ورغول شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د ياد سړک په اوږدو کې به پلچکونه، استنادي دېوالونه، او پخې ويالې هم جوړې شي.
بېکزاد زياتوي چې د سړک د نشتوالي له کبله د درايم ولسوالۍ د شاوخوا ۲۰ کليو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ و.
د درايم ولسوالي د بدخشان د مرکز په ۴۸ کليومترۍ کې موقيعيت لري چې ۷۰ کلي او تقريبا ۶۵۰۰۰ تنه نفوس لري.