د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې يو شل کلن ځوان د ستارې په نوم يوه ۱۴ کلنه نجلۍ په ډزو وژلې ده.
دا پېښه نن سهار د شهر صفا ولسوالۍ په بازار سيمه کې رامنځته شوې ده.
د شهر صفا ولسوال عبدالصمد درانی وايي، په لومړنيو پلټنو کې معلومه شوې ده چې هلک پر دې نجلۍ مين و او کورنۍ يې هم ورسره ژمنه کړې وه چې همدا نجلۍ به ورته غواړي، خو په دې وروستيو کې نجلۍ بل چا ته کوژده شوې وه.
د دراني د معلوماتو له مخې، د نجلۍ عمر شاوخوا ١٤ کاله و او په ښوونځي کې يې زده کړې کولې.
د نوموړي په وينا، پوليسو دواړه جسدونه د ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته وړي دي.
اخوا د زابل د ښځو چارو رييسه صديقه جلالي وايي، نجلۍ يې په ماشومتوب کې دغه هلک ته په نامه کړې وه، خو اوس يې بل چا ته ورکړې؛ ځکه دغه پېښه رامنځته شوې ده.
نوموړې وويل، د نجلۍ کورنۍ مخکې تر دې چې له لومړي کس سره خپل جنجال خلاص کړي، بل کس ته يې ورکړې ده.
د هغې په وينا، په زابل کې د وړو نجونو کوژده کول او ودول خورا زيات دي چې له امله يې ډېرې ستونزې رامنځ ته کېږي.