ads

د پکتیکا بزګران او بڼوال سړې خونې غواړي

د پکتیکا ولایت بزګران او بڼوال وايي، په دغه ولایت کې شنې خونې نشته او له همدې کبله د دوی د ځمکو حاصلات یا په ډېره کمه بیه پلورل کېږي او يا هم له منځه ځي. دوی د دغه ولایت له کرنې رياست غواړي چې دوی ته دې سړې خونې جوړې او په واک کې ورکړي چې وکولای شي خپل محصولات پکې وساتي او له منځه تلو وژغورل شي.

نویسنده: sarwan
14 وری 1396
د پکتیکا بزګران او بڼوال سړې خونې غواړي

د پکتیکا ولایت بزګران او بڼوال وايي، په دغه ولایت کې شنې خونې نشته او له همدې کبله د دوی د ځمکو حاصلات یا په ډېره کمه بیه پلورل کېږي او يا هم له منځه ځي. دوی د دغه ولایت له کرنې رياست غواړي چې دوی ته دې سړې خونې جوړې او په واک کې ورکړي چې وکولای شي خپل محصولات پکې وساتي او له منځه تلو وژغورل شي.
دغه بزګران ټینګار کوي چې له خپلو کښتونو ښه حاصلات تر لاسه کوي، خو کله يې چې حاصلات ورسېږي، بيې يې رالوېږي، هېڅ ګټه ورته نه کوي او کله کله خو له دې کبله چې ډېر ارزانه وي یا بازار نه لري له منځه ځي.
د پکتیکا ولایت یوه بزګر سید محمد کلید ته وویل، په ډېری ولایتونو او نورو هېوادونو کې د کرنيزو محصولاتو لپاره سړې خونې جوړې شوې دي او کله يې چې حاصلات ورسېږي، په دغو خونو کې ساتل کېږي، خو د نوموړي په خبره په پکتيکا ولایت کې دغه څه نشته او دوی ورته سخته اړتیا لري: ((له موږ په وړیا محصولات واخلي، خو بېرته يې بیا په څو چنده راباندې پلوري، موږ يې ساتلی نه شو خرابېږي.))
له بل لوري د پکتیکا ولایت يو قومي مشر او د مڼو باغ خاوند حاجي سيدالله وايي، د مني په موسم کې یو من مڼې په ۱۳۰ افغانۍ پلوري: ((کله چې مېوې ورسېږي، بيې يې ډېرې رالوېږي او چندان ګټه نه کوي، ساتلی يې نه شو، ځکه سړې خونې نشته، خو څو میاشتې وروسته بیا همدا زموږ مڼې بېرته راباندې په څو چنده لوړه بيه پلوري.))
نوموړی له حکومت او د کرنې په برخه کې له نورو فعالو موسسو غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې د بزګرانو او بڼوالو لپاره د سړو خونو غم وخوري چې په ښه ډول وکولای شي خپل مېوې او نور محصولات وساتي.
نوموړی زياتوي، د پکتیکا بزګران د سړو خونو تر څنګ د اوبو زېرمو ته هم اړتيا لري چې په دې برخه کې هم باید حکومت ورسره مرسته وکړي: ((که چېرې موږ ته د اوبو زېرمې جوړې شي او هر وخت چې وغواړو خپل کښتونه او باغونه اوبه کړو، نو دا به له موږ سره ډېره مرسته وکړي.))
اخوا د پکتیکا ولایت د کرنې رياست د باغدارۍ او مالدارۍ پروژې مسوول ریاض کټوازی وايي، دوی ګڼ پروګرامونه لري، په دغه ولایت کې به د باغونو جوړولو او د مالدارۍ پروګرامونو له پلي کولو وروسته د سربندونو او سړو خونو په جوړولو پیل وکړي: ((موږ په خپلو ژمنو عمل کوو، دا هر څه پلان شوي دي، کله چې دغه پروژې پلې شي، د بزګرانو د اوبو ستونزه به تر ډېره حل شي.))
له بل لوري د پکتیکا والي محمد الياس وحدت وايي، افغانستان يو کرنيز هېواد دی، خو په تېره یوه نيمه لسيزه کې په دې برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی.
خو نوموړی ټینګار کوي چې دې مهم سکتور ته د جمهور رييس غني پام وراوښتی او هڅه کوي له بزګرانو سره د مرستې لپاره ګڼ پروګرامونه عملي شي، چې له دې لارې کليوالي اقتصاد غښتلی شي.
د يادولو ده چې په تېرو کلونو کې هم د سړو خونو د نشت له کبله د افغانستان مېوې او محصولات په ټيټه بيه ګاونډيو هېوادونو ته صادر شوي دي، خو له څو میاشتو وروسته بېرته په لوړه بيه افغانستان ته وارد شوي دي.
له بل لوري داسې نيوکې هم وجود لري، په هغو ولایتونو کې چې سړې خونې جوړې شوې هم دي یا فعالې نه دي او یا هم بزګران ورته لاسرسی نه لري.
د کرنیزو چارو د کارپوهانو په خبره، حکومت باید په ټولو ولایتونو کې د بزګرانو د محصولاتو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي او هغه په منظم ډول فعالې وساتي، څو افغانستان د کال په ټولو موسمونو کې په ارزانه بیه خپلې مېوې ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA