د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسوولين وايي، دغې ادارې تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا لس ميليونه نيالګي کېنولي دي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د نوي کال له رارسېدو سره سم په ټولو سيمو کې د ونو او نيالګيو کېنولو کمپاين پيل کړ چې تر اوسه دوام لري.
د پسرلي موسم په رارسېدلو سره جمهور رييس محمد اشرف غني له افغانانو غوښتي وو، چې نيالګي وکري.
د حکومتي چارواکو په ګډون هر کال خلک رنګارنګ مېوه لرونکي او زينتي بوټي کېنوي، خو د کرنې سکتور کارپوهان وايي، چې له دغو نيالګيو سمه ساتنه نه کېږي، چې يو زيات شمېر يې بېرته له منځه ځي.