جنوبي کوريا خبردارى ورکړى، چې په کوريا ټاپو وزمه کې د تاوتريخوالي په زياتېدو سره شمالي کوريا د نوې اټومي ازموينې لپاره چمتووالى نيولى دى.
د جنوبي کوريا پوځي چارواکو ويلي، چې په څو ساعتونو کې ممکن شمالي کوريا وروسته له هغې اټومي ازموينه وکړي، چې د دغه هېواد د کمونيست واکمن ګوند مشر کېم جونګ اون ورته اجازه ورکړي.
په همدې حال کې د جنوبي کوريا خبري اژانس يونهاپ ويلي، چې جنوبي کوريا او امريکا په ګډه د دې ډول احتمالي ازموينې پر فعاليتونو نظارت زيات کړى دى.
دې سره هم مهاله يو شمېر نورو رسنيو د شمالي کوريا له لوري د اټومي ازموينې ترڅنګ د لويو وچو ويشتونکي توغندي د توغولو لپاره د چمتووالي يادونه هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده،چې شمالي كوريا د تېرې چهار شنبې په ورځ يو بالستيک توغندى و ازمايه، چې د جنوبي کوريا چارواکو يې د ناکامۍ ادعا وكړه.