د ملي اردو چارواکي وايي، نازيانو ولسوالۍ کې يې د هوايي بريدونو له کبله د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د نازيانو ولسوالۍ په مېلو سيمه کې د داعش وسله والو پر څو پټن ځايونو هوايي بريدونه کړي، چې پرمهال يې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی وايي، په يادو بريدونو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.