د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده وایي، حکومت باید د تېر ۱۳۹۵ کال تېروتنې په نظر کې ونيسي او هغه تشې باید ډکې کړي، چې په تېر کال کې رامنځته شوې وې.
نوموړي كليد ته وويل، که چېرې حکومت د تېر کال ستونزې حل نه کړي، نو په نوي كال كې به هم هېڅ لاسته راوړنې ونه لري.
اخنذاده زیاته كړه، تېر ۱۳۹۵ کال کې ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې او د دې ترڅنګ وسله والو ډېرې سيمې لاندې كړې، نو حکومت ته په كار ده، چې د دغو سيمو د بېرته نیولو په هدف جدي اقدام وکړي.
بل خوا د هلمند والي حیات الله حیات هم ۱۳۹۵ لمریز کال کې له لاسه د ډېرو سیمو د وتلو خبره نه ردوي، خو وايي چې په نظامي او ملکي برخو كې د رامنځته شويو بدلونونو له كبله نوي كال ته هيله من دى.
په تېر ۱۳۹۵ کال كې د جګړو له امله په هلمند کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر د شمېرو له مخې نږدې ۲۸۰۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.