ads

کر د ګلو کړه چې سيمه د ګلزار شي

دا چې د پسرلي په راتګ سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلک نیالګي او نور زېنتي بوټي کري، په خوست ولایت کې هم خلکو د نورو بوټو تر څنګ د ګلانو کرلو او روزلو ته مخه کړې.

نویسنده: sarwan
28 کب 1395
کر د ګلو کړه چې سيمه د ګلزار شي

دا چې د پسرلي په راتګ سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلک نیالګي او نور زېنتي بوټي کري، په خوست ولایت کې هم خلکو د نورو بوټو تر څنګ د ګلانو کرلو او روزلو ته مخه کړې.
د خوست ډېری اوسېدونکي له ګلانو سره د خپلې بې کچې مينې له کبله، په کورونو کې د ګلانو باغچې یا ګلتونونه جوړوي او هغې ته له نورو ولایتونو او نورو هېوادونو رنګا رنګ ګلان راوړي.
دوی وايي، پسرلی هسې هم په موسمونو کې تر ټولو ښکلی او په زړه پورې موسم دی چې ځان سره نوې هیلې، امیدونه او بدلونونه راوړي او له ښکلا، ځلا، ګل او بلبل سره يې سروکار دی، خو کله يې چې په کور کې خپل کرلي ګلان غوټۍ راوړي، خوښۍ يې ورسره څو چنده زیاتې شي.
ګل الرحمن د خوست ولایت اوسیدونکی دی او له ډېره وخته یې په کور کې ګلخانه جوړه کړې. نوموړی وایي، په کور کې داسې ګلان هم لري، چې د ښار په مشهورو ګلخانو کې نه پیدا کېږي، خو هغه له بهرنیو هېوادونو راوړي دي: (( زه په خپله ګلخانه کې د ګلانو لسګونه ډوله لرم او دوه ډوله بیا داسې دي، چې په خوست کې نه پیدا کیږي او ما له هند راوړي دي.))
احسان الله هم تر نورو نیالګیو زینتي بوټو او ګلانو ته لومړیتوب ورکړی او وایي، په خپل کور کې يې رنګارنګ ګلان کرلي دي: ((موږ د ګلانو ډېرې نمونې لرو، چې ډېری یې موسمي ګلان دي؛ له ګلانو سره ډېره مینه لرم او په شوق یې روزم هر مازدیګر د خپل کور په ګلخانه کې ګرځم او هڅه کوم په ښه ډول يې وروزم او نور بېلا بېل ګلان ورته راوړم.))
اوس مهال په خوست کې د نورو کاروبارونو تر څنګ د نيالګیو، بوټو او په ځانګړي ډول ګلانو پېر او پلار زیات شوی او هره ورځ خلک د بوټو او ګلانو د پلورنځیو مخې ته ولاړ وي.
سیدالرحمن په خوست ښار کې د ګلانو نرسري لري او په لسګونو ډوله بېلا بېل ګلان او زينتي بوټي لري. نوموړی وايي، نېږدې دوه کاله کېږي چې د ګلانو نرسري یې جوړه کړې او په دې دوو کلونو کې یې کاروبار مخ په ښه کېدو دی: ((د خوست خلک له ګلانو سره ډېره مینه لري، هره ورځ سلګونه کسان راځي، له ما د ګلانو موسمي او دایمي بوټي اخلي.)) نوموړی زیاتوي، د ځینو کسانو له ګلانو سره دومره مینه ده، چې هره بیه ورته وټاکي، په هماغه بيه يې ترې اخلي او دویمه خبره پکې نه راباسي.
له بل لوري ارواپوه بشیر وایي، افغانستان چې یو جګړه ځپلی هېواد دی، خلک يې له ګڼو رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. نوموړی ټينګار کوي چې له همدې کبله خلک طبيعي چاپېریال او د طبعیت ښکلاوو ته اړتیا لري چې بېرته خپل عادي حالت ته وګرځي.
بشير خلکو ته سپارښتنه کوي چې خپلو کورونو کې د ځانونو لپاره د رنګارنګ زينتي بوټو او ګلانو ګلتونونه جوړ کړي او هره ورځ دې یو څه وخت له دغو ګلانو او ښایسته طبيعي چاپېریال سره تېر کړي. نوموړی وايي، د ګلانو بوی او ښایست د خلکو په روان ښه اغېز کوي او د دوی په درملنه او ارامۍ کې مهم رول لوبوي: ((انسان له طبعیت سره تړلی مخلوق دی، که چېرې خپله د اوسېدو سيمه ښايسته کړي، له هر ډول رواني ستونزو خلاصون موندلی شي.))
د یادولو ده چې په خوست کې په لسګونه ډوله زینتي بوټي شته، تر ټولو پېژندل شوي یې ګلاب او نرګس ګلان دي، چې خلک یې زیات خوښوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA