ads

فراه كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې

په فراه ولايت كې د امنيتي ځواكونو پر پوستې د وسله والو طالبانو بريد كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري كليد ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولايت د انار درې ولسوالۍ په ريكين كلي كې د امنيتي ځواكونو پر پوستې بريد وكړ.

نویسنده: The Killid Group
28 کب 1395
فراه كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې

په فراه ولايت كې د امنيتي ځواكونو پر پوستې د وسله والو طالبانو بريد كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري كليد ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولايت د انار درې ولسوالۍ په ريكين كلي كې د امنيتي ځواكونو پر پوستې بريد وكړ.
نوموړي زياته كړه، چې د نښتې په پايله كې څلور طالبان او دوه امنيتي سرتېري وژل شوي، پنځه طالبان او څلور امنيتي سرتېري ټپيان دي.
مهري د ټپي امنيتي سرتېرو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA