د سعودي عربستان چارواکو اعلان کړى، چې سږ کال د حج مراسمو ترسراوي په هدف يې پر ايراني زيارت کوونکو لګېدلى بنديز لرې کړى دى.
د سعودي حکومت چارواکو ويلي، چې په همدې اړه په تېره فبروري مياشت کې رياض ته ورغلي ايراني پلاوي سره هوکړې ته رسېدلي دي.
د سعودي عربستان او ايران ترمنځ وروسته له هغې کړکېچ زيات شو، چې د ۲۰۱۵م کال د حج مراسمو کې په بېلابېلو پېښو کې شاوخوا څلور سوه ايراني حاجيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
له دې پېښو وروسته ايران د سعودي حکومت په بې پامۍ تورن کړ او خپل اتباع يې د حج مراسمو څخه را وګرځول.
تمه کېږي، چې د سږ کال د حج مراسمو کې به ۸۰ زره ايرانيان ګډون وكړي.