ads

طالبانو په هرات كې د يو كس لاس او پښه پرې کړي

د هرات چارواكي وايي، وسله والو طالبانو د يوې صحرايي محكمې په ترڅ كې د دې ولايت په اوبې ولسوالۍ کې د غلا په تور د يو تن لاس او پښه پرې کړي دي.

نویسنده: sarwan
24 کب 1395
طالبانو په هرات كې د يو كس لاس او پښه پرې کړي

د هرات چارواكي وايي، وسله والو طالبانو د يوې صحرايي محكمې په ترڅ كې د دې ولايت په اوبې ولسوالۍ کې د غلا په تور د يو تن لاس او پښه پرې کړي دي.
دا پېښه تېر ماښام د اوبې ولسوالۍ د مرکز په ۵۰ کيلو مټرۍ کې رامنځته شوې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، چې تراوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
په ورته وخت کې د اوبې ولسوالۍ امنيه قوماندان شېراقا الکوزی وايي، طالبانو د دې ملکي وګړي لاس او پښه ځکه پرې کړي، چې په غلا تورن و.
الکوزي زياته کړه، چې دا پېښه د هرات او غور ولايتونو ترمنځ په سرحدي سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، دا صحرايي محکمه د طالبانو د يوه قوماندان ملا غوث الدين له لوري جوړه شوې وه.
بل پلو د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزی وايي، چې دغه ټپي شوى كس تېره شپه لس بجې روغتون ته د درملنې لپاره وروړل شوی، خو روغتيايي حالت يې نازك دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA