ads

د پکتيکا ښوونکي: که د پوهنې په برخه ستونزې حل نه شي کاربنديز کوو

د پکتيکا ولايت د مرکز او يو شمېر ولسواليو ښوونکي وايي، چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزو د تعليم او تعلم بهير او د دې تر څنګ ښوونکي له ګڼوستونزو سره مخ کړي دي.

نویسنده: The Killid Group
15 کب 1395
د پکتيکا ښوونکي: که د پوهنې په برخه ستونزې حل نه شي کاربنديز کوو

د پکتيکا ولايت د مرکز او يو شمېر ولسواليو ښوونکي وايي، چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزو د تعليم او تعلم بهير او د دې تر څنګ ښوونکي له ګڼوستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وايي، چې په ځلونو ځلونو يې شته ستونزې له پوهنې رياست او ولايتي ادارې سره شريکې کړې، خو کومه پايله يې نه ده لرلې.
دې ښوونکو خبرداری ورکړ، که داځل هم همداسې دغه ستونزې دوام وکړي نو کاربنديز ته به مخه کړي.
د غه ښوونکي په خپل وخت د قرطاسيې او کتابونو نه رسېدل، د ښوونکو د نمرو نه ورکول، په خپل وخت د معاشاتونه اجرا کول او ځينې نورې ستونزې خپلې لويې ستونزې بولي او له چارواکو نه ورته د جدي پاملرنې او د ژر حل کولو غوښتونکي دي.
د ښرنې اړوند د حضرت بلال (رض) د نمونوي لېسې امرعبدالحميد د يادو ستونزو د يادولو تر څنګ کليد ته وويل، چې اصلاحات اداري او د پوهنې رياست ښوونځيو ته داسې ښوونکي د استادانو په توګه ور پېژني چې دوی په هغه برخه کې ور ته اړتيا نه لري.
دی وايي، چې په ښوونځي کې اړتيا د انګليسي په برخه کې وړ کس ته وي، خو دوی د اسلامياتو او يا هم کومې بلې څانګې ښوونکی ور معرفي کړي.
د ښرنې د ښوونکو د اتحاديې مشر محمدنبي په دې ولايت کې د ښوونکو د ښارګوټي خبره کوي او وايي، چې د ياد ښارګوټي پرانيسته په ۱۳۸۵ کال کې شوې، خو دوی او د پکتيکا ټولو ښوونکو ته تر اوسه هېڅ نمره نه ده ور کړل شوې.
په ورته وخت کې د پکتيکا ولايت د پوهنې سرپرست رييس محمدنسيم واجد په دې اړه کليد ته وويل، چې د ښوونکو له يادو ټولو ستونزو خبر دی او دوی خپلې هڅې پيل کړي او ژر به يې ټولې ستونزې حل کړي.
ياد ښوونکي وايي، که دا ځل يې يادې ستونزې حل نه شي، نو غږ به تر وزارت او ان تر جمهور رييس پورې ورسوي او که چېرې بيا هم همداسې بې سرنوشته پاتې شي نو کاربنديز کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA