ټاکل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره درېيمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړي. دغه لوبه نن د افغانستان په وخت غرمه ۱۲ بجې پيلېږي.
د دغه لړۍ لومړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، چې افغانستان د باران اورښت له کبله د D/L قانون له مخې په ۱۲ منډو وګټله.
او دغه راز په دويمه لوبه کې چې د يکشنبې په ورځ ترسره شوه افغانستان زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره دا لوبه د ۵۴ منډو په توپير وګټله.
د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرکټ پنځه يو ورځنۍ لوبې د زمبابوې په کوربه توب ترسره کېږي.