ads

امريکا په کلفورنيا ايالت کې د زورور طوفان له امله څلور کسان مړه شوي

د امريکا د کلفورنيا ايالت مرکزي او جنوبي برخو کې د زورور طوفان له امله څلور کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي، د طوفان له امله ورځينی ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی،چې له امله ېې درې سوه الوتنې ځنډول شوي دي.

نویسنده: The Killid Group
1 کب 1395
امريکا په کلفورنيا ايالت کې د زورور طوفان له امله څلور کسان مړه شوي

د امريکا د کلفورنيا ايالت مرکزي او جنوبي برخو کې د زورور طوفان له امله څلور کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي، د طوفان له امله ورځينی ژوند له ستونزو سره مخامخ شوی،چې له امله ېې درې سوه الوتنې ځنډول شوي دي.
ژغورونکو په ځېنو سيمو کې سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته انتقال کړي دي.
د امريکا هوا پېژندنې ادارې دا له ۱۹۹۵ کال راهېسې تر ټولو سخت طوفان بللی، چې له باران سره تيز باد هم ملتيا کوي.
د راوتلي طوفان وروسته د کاهل سمندر اوبو کچه هم لوړه شوې او ساحلي سيمې ېې لاندې کړي دي.
همدا راز د لاس انجلس يو شمېر ساحلي سيمې طوفان ځپلي،چې په ډيري سيمو کې موټرې اوبو لاندې کړي، د برېښنا مزي پرې شوي او دولتي اداروې رخصت اعلان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA