په كابل كې د سره صليب نړيوالې کمېټې مسوولين وايي، تراوسه يې د دوو كاركوونكو د برخليك په اړه، چې تېره اونۍ د جوزجان ولايت په قوش تېپه ولسوالۍكې تښتول شوي، معلومات نشته.
د يادې كمېټې دغه كاركوونكي تېره اونۍ وروسته له هغې وتښتول شول، چې شپږ همكاران يې د نامعلومو وسله والو له لوري ووژل شول.
په كابل كې د سره صليب نړيوالې کمېټې يو وياند رامين اياز نن كليد ته وويل، تراوسه د يادو تښتول شويو كسانو د برخليك په اړه معلومات نه لري، خو د هغوى د پيدا كولو لپاره يې هڅې روانې دي.
د هغه په وينا، له دې پېښې وروسته د سره صليب نړيوالې كمېټې په ټول افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي او تراوسه دا لړۍ دوام لري.
كه څه هم د جوزجان ولايت ځينې چارواكي داعش وسله وال د سره صليب نړيوالې کمېټې د كاركوونكو د وژنې او تښتونې عاملين بولي، خو تراوسه هېڅ يوې ډلې رسماً د دې پېښې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
طالبانو په ياده پېښه كې خپل لاس لرل رد كړي، د دغې کمېټې د كاركوونكو پر وژنې يې خواشيني څرګنده كړې او ورڅخه يې غوښتي، چې خپلو فعاليتونو ته دې دوام وركړي.