ads

بدخشان كې د برفکوچ له کبله۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بدخشان ولايت په ماى مى ولسوالۍ کې د برفکوچ له کبله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس سيد همايون دهقان نن کليد ته وويل، دغه برفکوچ تېره شپه راغلى، چې په پايله کې يې لس تنه وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: The Killid Group
16 سلواغه 1395
بدخشان كې د برفکوچ له کبله۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بدخشان ولايت په ماى مى ولسوالۍ کې د برفکوچ له کبله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس سيد همايون دهقان نن کليد ته وويل، دغه برفکوچ تېره شپه راغلى، چې په پايله کې يې لس تنه وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي.
د دهقان په خبره، د دې پېښې ټول قربانيان د دوه کورنيو غړي دي.
سرچينه زياتوي، چې د برفكوچ له كبله ۲۵ کورونه هم زيانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم په بدخشان ولايت كې د يوې امېدوارې مېرمنې او يو ماشوم په گډون څلورو تنو د زياتې واورې ورېدنې او د لارې بندېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA