د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي او ځکمنيو عملياتو کې ۴ تنه وسله وال وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې تېره شپه د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ددې ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې يې عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې ۴ تنه وسله وال وژلي،۳ تنه نور ټپيان دي او دغه راز يې يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
سرچينه زياتوي، چې ددې عملياتو پرمهال ۱۹کړۍ ډول ډول مايونونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.