ads

له شخصي روغتونونو او کلینیکونو د خلکو ګیله

ډېری هېوادوال د شخصي روغتونونو له نيمګړو او ګران بیه خدماتو سر ټکوي. خلک وايي، چې یو شمېر مراکز د چور مركزونه دي او ځینې درملتونونه هم ورسره تړلي دي. د طالبانو تر سقوط وروسته د دولتي روغتونونو او کلینیکونو ترڅنګ په لسګونو خصوصي روغتونونه او کلینیکونه هم رامیدان ته شول. دغو مراکزو له دې سره سره چې په ډېری برخو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي، د خاوندانو لپاره یې د ګټې وټې په دایمي چینو هم بدل شوي دي.

نویسنده: The Killid Group
2 سلواغه 1395
له شخصي روغتونونو او کلینیکونو د خلکو ګیله

ډېری هېوادوال د شخصي روغتونونو له نيمګړو او ګران بیه خدماتو سر ټکوي. خلک وايي، چې یو شمېر مراکز د چور مركزونه دي او ځینې درملتونونه هم ورسره تړلي دي. د طالبانو تر سقوط وروسته د دولتي روغتونونو او کلینیکونو ترڅنګ په لسګونو خصوصي روغتونونه او کلینیکونه هم رامیدان ته شول. دغو مراکزو له دې سره سره چې په ډېری برخو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي، د خاوندانو لپاره یې د ګټې وټې په دایمي چینو هم بدل شوي دي.
ځینې ناروغان بیا وايي چې شخصي روغتونونه او کلینیکونه فقط د پیسو د ټولولو په مقصد رامنځ ته شوي. د کابل د کمپنۍ اوسېدونکی عبیدالله همدا خبره کوي. نوموړی وايي چې د ماما پر ماشومې یې هېنداره راوغورځېده او نږدې روغتون ته یې یوړه: ((د ماشومې پښه يې ور وګنډله، خو چې راوتم دوه زره افغانۍ یې راځنې واخستې.)) عبیدالله وايي چې تر دې وروسته یې ماشومه درې ورځې همدغه روغتون ته د پانسمان له پاره هم یوړه: (( په هر ځل یې راڅخه درې درې سوه افغانۍ واخستې.)) عبیدالله وايي چې د ټپ د مينځلو درمل، بنداژ او چسپ په دواخانو کې له سل افغانیو نه ډېریږي: ((په څلورمه ورځ مې دا هرڅه په خپله له دواخانې واخستل او لس ځلې مې ورباندې پانسمان وکړ.))
د لوګر اوسېدونکی منېر پاینده بیا وايي، دوه مياشتې کېږي چې ناروغه مېرمن يې کابل ته راوستې: ((په لومړيو کې په ابن سينا روغتون کې بستر وه، هلته ډاکټران لږ بې غوره وو او یوه شخصي روغتون ته مې انتقال کړه.)) منېر پاینده زیاتوي چې په شخصي روغتون کې یې تر ۲۰۰زره افغانیو زیاتې پیسې ولګېدې، خو نه د ناروغ درملنه وشوه او نه هم د ناروغۍ تشخیص وشو: ((بس کله یې یو درمل او کله یې بل درمل ورکول، کله یې ویل چې سرطان لري، کله یې ویل چې توبرکلوز لري، ناروغ یې له بدو بدتر کړ او له پیسو یې هم خلاص کړو.))

بهر ته سر ناروغان
په شخصي او دولتي روغتونونو کې د معیاري خدماتو نشت سبب شوی چې یو شمېر افغانان خپل ناروغان خارج ته د درملنې له پاره ولېږدوي. د کابل اوسېدونکې امنه مایار همدا خبره کوي، نوموړې وايي چې تېر کال یې په خاوند باندې د زړه حمله راغله او له بدې ورځې یې پاکستان ته ولېږداوه: (( څو ورځې په یوه خصوصي روغتون کې په شهرنو کې بستر وو، فقط سهار او ماښام یې د زړه پیچکارۍ ورکولې، شاوخوا سل زره افغانۍ مو ولګېدلې، بالاخره له ناچارۍ مو پېښور ته انتقال کړو، هلته عملیات شو او اوس شکر ښه دی.)) مایار وايي، له هېواده بهر هم د ناروغانو په درملنه زیاتې پیسې مصرفېږي، خو توپیر یې په دې کې دی چې هلته درملنه نتیجه ورکوي.
د کابل ښار بل اوسېدونکی احمدفرید نیازی هم له ورته ستونزې سره مخ شوی. نوموړی وايي چې مور یې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ملا په تکلیف اخته شوې او په کابل کې یې د لسګونه شخصي کلینیکونو او روغتونونو دروازې ټکولې دي:(( تاسې باور وکړئ چې د اورتوپیدي یو روغتون او کلینیک مې هم نه دی پرېښی، پنډ پنډ دواګانې یې راکړې، خو نتیجه صفر وه. چا ویل چې باید عملیات شي او چا ویل چې په درملو ښه کېږي.)) احمد فرید هم په کابل کې د خپلې مور تر اوږدې درملنې وروسته هغه پېښور ته وړي، نوموړی وايي: (( هلته ډبګرۍ کې یوه ډاکټر ته لاړو، دوا یې راکړه، مور مې تر پخوا ښه ده، هماغه دوا ورته وخت ناوخت اخلم، ډاکټر ویل چې عملیاتو ته اړتیا نه لري.))

زیات درمل
ډېری شخصي روغتونونه او کلینیکونه بیا ناروغانو ته اضافي درمل لیکي او له دې پلوه د خپلو درملتونونو پلور زیاتوي. د کابل د میرویس میدان اوسېدونکی اکبر اکا همدا خبره کوي. نوموړي چې خپله مېرمن او لمسی یوه خصوصي روغتون ته راوستي وو، وویل: ((دا پاکټ یې راته ډک کړ، ویل یې چې ښځه او لمسی مې زکام دي، پخوا به ډاکټرانو یو پاکټ پراستامول او کوتري میسازول په نوم ګولۍ ورکولې، خو اوس یې راته بسته پنډ را په شا کړی او ۳زره افغانۍ يې رانه واخستې.)) د کابل اوسېدونکی سید شیراقا هم ورته شکایت لري. نوموړی وايي چې څه موده وړاندې یې خپله خینه چې د معدې تکلیف یې درلود، یوه خصوصي روغتون ته یوړه: (( یوه نسخه دوا یې هملته راکړه، هماغه مو ورته په روغتون کې تطبیق کړه، بیا یې راباندې د وینې معاینات وکړل، بیا یې راباندې ټلویزیوني معاینات وکړل، ما ورته له لومړي سره وویل چې دا نجلۍ د معدې تکلیف لري، خو چا نه منله، زما د تجربې له مخې یو انتي اسید شربت کافي وو، کله چې له روغتون راووتم پوره ۵زره افغانۍ یې رانه تللې وې.))

له اړتیا پرته عملیات
یو شمېر ناروغان او پایوازان شکایت کوي چې یو تعداد روغتونونه له اړتیا پرته ناروغان عملیاتو ته اړ باسي. شفیقه یوه له همدغو مېرمنو څخه ده چې لور یې په یوه خصوصي روغتون کې په بیړه عملیات شوې ده. نوموړې وايي چې دوه کاله وړاندې یې یوه لور ناروغه شوه او په مکروریانو کې یې یوه خصوصي روغتون ته د درملنې له پاره بوتله: ((همدا چې ډاکټرانو وکتله، په منډه یې عملیات خانې ته دننه کړه، تر هغه چې پلار او ورور یې خبرېدو نجلۍ یې عملیات کړه، ډاکټر ویل چې نجلۍ اپندکس وه. په روغتون کې مو یوه شپه تېره کړه، ټول ټال یې زموږ څخه ۱۵زره افغانۍ واخستې.)) په ميرويس ميدان کې د يوه درملتون مسوول د نوم نه ښودو په شرط بیا وویل چې یو شمېر شخصي روغتونونو کې قابلې په اولاد ناروغې مېرمنې عملياتو ته اړ باسي: ((دوی ورغليو ناروغو مېرمنو ته داسې تابلیت ورکوي چې د زېږون موده يې اوږده کړي چې په دې حالت کې بیا ناروغ له عملیات پرته بله چاره نه لري. دوی په اولاد یو شمېر ناروغه مېرمنې په جبر عملياتو ته برابروي.))

د خلکو غوښتنه
د اساسي قانون ۵۲مې مادې دولت مکلف کړی چې خلکو ته وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کړي، خو په تېرو ۱۵کلونو کې د روغتیا په برخه کې د شویو پرمختګونو باوجود خلک په دولتي او نادولتي روغتونونو کې ښې درملنې او درملو ته لاهم لاسرسی نه لري. خلک د دولتي روغتونونو ترڅنګ د شخصي کلینیکونو او روغتونونو زیاتېدل په نیک فال نیسي، خو وايي چې خدمات یې باید معیاري او استندرد شي. د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی احمدالله همدا خبره کوي. نوموړی وايي:((زه دا نه وایم چې په بهر کې تداوي ارزانه ده او دلته قیمته، نرخونه دومره تفاوت نه کوي، خو دلته د پیسو په اندازه معیاري خدمات نشته او نادقتي کېږي او کله ناکله معاینات توپیر کوي.)) د نه معیاري خدماتو او بې دقتۍ له کبله د کابل د احمدشاه بابامینې اوسېدونکې مینه هم ورته ګیله لري. مینه وايي چې څه موده وړاندې یې خپله ناروغه لور یوه شخصي کلینیک ته بوتله:((ډاکټر صاحب ورته د وینې معاینه ورکړه، کله چې معاینه ترسره شوه، ډاکټر حیران وو چې په نتیجه کې څه لیکل شوي، دوباره یې لابراتوار ته ولېږلم، بالاخره معلومه شوه څوک چې د نتایجو معاینات رسوي، په څه شي نه پوهېږي.)) مینه وايي، که چېرې د شخصي روغتونونو او کلینیکونو مسوولین د طبابت چارو ته پاملرنه ونه کړي، د خلکو باور به خامخا له منځه ولاړ شي.

غبرګونونه
د کابل په ميرويس میدان کې د زاهدي روغتون مشر نسیم زاهدي خلک برحقه بولي چې په روغتونونو انتقادونه کوي، خو ورسره څېرمه وايي: ((موږ بیا هم هڅه کړې چې د روغتیایې خدماتو په رسولو کې د وزارت له لوري راکړل شوې لایحه پلې کړو.)) د کابل په قلعه موسی سیمه کې د نوي کابل ډهلي په نوم د يوه شخصي روغتون رییس ډاکټر سالم یثرب د ناروغانو د ورته ستونزې په اړه وايي، په کار ده چې ناروغان له شخصي روغتونونو څخه نه، بلکې د عامې روغتيا له وزارت څخه غوښتنه وکړي چې د درملو او طبي سامان الاتو د شرکتونو په مسوولينو فشار راوړي، څو اړوند طبي توکي او درمل په مناسبه بیه بازار ته وړاندې کړي. احمدي دا هم وايي چې د دوی په روغتون کې د طبي خدمتونو د سرته رسولو اجوره د عامې روغتيا وزارت له لایحې سره سمه اخستل کېږي او هېڅ وخت يې له ناروغانو څخ زیاتې پيسې نه دي اخستې.
د عامې روغتیا وزارت د عامه اړيکو سلاکار ډاکټر قمرالدین صديقي وايي، دوی د دې له پاره چې خصوصي روغتونونه بې کيفيته خدمات وړاندې نه کړي، جدي څارنه لري: ((د خصوصي روغتونونو د کارونو د څارنې په لړ کې مو تر اوسه ۵۸ روغتونونه څارلي، له دې ډلې مو ۱۰روغتونونه د ناسمو خدمتونو له کبله تړلي او پنځه روغتونونه مو د ښو خدمتونو د وړاندې کولو له کبله تقدير کړي او ستاينليکونه مو ورکړي دي.)) تېر کال هم د عامې روغتیا وزارت ۹شخصي روغتونونه د خدماتو د ناسمې ارایې له کبله تړلي وو. هغه مهال د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ژمنه وکړه چې د خصوصي روغتونونو ارزونې ته به دوام ورکړي او که د عامې روغتیا وزارت مقرره رعایت نه کړي، دوی به تر دې هم جدي چلند وکړي. د دغو روغتونونو د تړلو په غبرګون کې بیا د خصوصي روغتونونو د ټولنې رییس ډاکټر عزیز امیر هغه وخت ویلي وو چې د افغانستان اوسنیو او پخوانیو مشرانو هڅه کړې چې خلک د خصوصي سکټور له خوا د عامې روغتیا په برخه کې په وړاندې شویو خدمتونو بې باوره کړي. د ډاکټر امیر د معلوماتو له مخې خصوصي روغتونونه هرکال په افغانستان کې تر اتو ملیونو ناروغانو درملنه کوي. هغه ویلي وو، که دا روغتونونه وتړل شي؛ نو خلک به دې ته اړ شي چې ګاونډیو هېوادونو ته د درملنې له پاره لاړ شي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دم ګړۍ د ټول افغانستان په کچه ۳۱۹خصوصي او ۱۸۵دولتي روغتونونه له دوی سره راجستر دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA