ads

امريکا کې د کډوالو په اړه د ټرمپ د پاليسۍ ضد پراخ لاريونونه شوي

په داسې حال کې، چې په امريکا کې د نوي جمهور رييس په توګه د ډونالډ ټرمپ رسمي معرفي کېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، په ټوله امريکا کې د کډوالو په اړه د ټرمپ د پاليسۍ په ضد پراخ لاريونونه پيل شوي دي.

نویسنده: The Killid Group
27 مرغومی 1395
امريکا کې د کډوالو په اړه د ټرمپ د پاليسۍ ضد پراخ لاريونونه شوي

په داسې حال کې، چې په امريکا کې د نوي جمهور رييس په توګه د ډونالډ ټرمپ رسمي معرفي کېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، په ټوله امريکا کې د کډوالو په اړه د ټرمپ د پاليسۍ په ضد پراخ لاريونونه پيل شوي دي.
ځايي رسنۍ وايي، د امريکا له شپېتو زياتو ښارونو کې اعتراض کوونکو له ټرمپ څخه په خپلو شعارونو کې غوښتنه کوله، چې د کډوالو په اړه دې خپله پاليسي نرمه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي د خپل ټاكنيز كمپاين په مهال ژمنه کړې وه، چې له امريكا به ټول غير قانوني کډوال وباسي.
ټرمپ دغه راز د يو وخت لپاره امريکا ته د مسلمانانو پر ورتګ هم د بنديز غوښتنه کړې وه.
په امريکا کې شاوخوا اووه سوه زره داسې کډوال شته، چې ښايي له دې هېواده وايستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA