ads

ننګرهار کې د اېډز نړيواله ورځ ونمانځل شوه

په ننګرهار کې د اېډز يا اېچ ای وي پرضد د مبارزې نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې يواځې تېر ميلادي کال په دغه ولايت کې ۱۲۴ مثبتې پېښتې ثبت شوې دي.

نویسنده: The Killid Group
15 لیندۍ 1395
ننګرهار کې د اېډز نړيواله ورځ ونمانځل شوه

په ننګرهار کې د اېډز يا اېچ ای وي پرضد د مبارزې نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې يواځې تېر ميلادي کال په دغه ولايت کې ۱۲۴ مثبتې پېښتې ثبت شوې دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال ددغې ناروغۍ پر ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې يواځې په تېر ميلادي کال کې د ټول ولايت په کچه ۱۲۴ مثبتې پېښتې ثبت شوي، چې ۴۷ تنوته د زرقي او ککړو پيچکارويو له لارې دغه ويروس انتقال شوی دی.
نوموړی وايي، پاتې نورو ته د غير مصوونو جنسي اړيکو او نورو بېلا بېلو لارو له لوري دغه ناروغۍ رسېدلې ده:(( دغه ورځ په داسې حال کې موږه نمانځو چې په ۲۰۱۵ کال کې يواځې په ننګرهار کې ۱۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي)).
دعامې روغتيا رييس زياتوي، دوي په جلال اباد ښار او ولسواليو کې هم ددغې ناروغۍ د ښې درملنې له پاره ځانکړي روغتيا پالان په دندو ګمارلي، چې له يوه لوري عامه پوهاوی ترسره او له بل لوري د اخته ناروغانو ښه درملنه وکړي.
ډاکټر نجيب زياتوي، دوی د جلال اباد په ښار او ولسواليو کې ۲۴ روغتيايي مرکزونو کې د اېچ ای وي ناروغۍ د تداوۍ له پاره ځانګړي روغتيايي مرکزونه لري:(( موږ يواځې په مرکز نه بلکې په ولسواليو کې هم ګڼ د تداوۍ مرکزونه دغې ناروغۍ له پاره لرو، خلک کولای شي هلته ورشي او خپله تداوي وکړي)).
په ورته وخت کې بيا په ننګرهار کې د اېډز يا اېچ ای وي ناروغۍ د تداوۍ مرکز مسوولين وايي، د ختيځ له ټولو ولايتونو څخه د ورځې تر ۱۵ پورې په دغه ناروغۍ د شک لاندې ناروغان دوی ته راځي.
په جلال اباد ښار کې ددغې ناروغۍ د تداوۍ د مرکز مشر داکټر نور حسن بشريار له کليد سره په خبرو کې وويل، اوس مهال ورسره ۶۸ تنه تر درملنې لاندې دي، چې له پيله تر اوسه پورې په ننګرهار کې ۱۷ تنو له دې مرګونې ناروغۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی: (( موږ ته د ننګرهار سربېره د ګڼو نورو ولايتونو ناروغان هم راځي، اته شپېته تنه بستر دي او تر اوسه پورې ۱۷ تنه مړه شوي دي)).
په همدې حال کې بيا په روغتونو کې د دغې ناروغۍ له پاره موظف روغتيا پالان وايي، دوی د هغو توکو او وسايلو چې د اېډز ناروغۍ د انتقال سبب ګرځي کلک مخنيوی کوي.
د لغمان ولايت د مرکز اوسېدونکې او قابلې فرشتې له کليد سره په خبرو کې وويل، که چېرته روغتيا پالان په دغه برخه کې خپلې هڅې چټکې کړي؛ نو شونې ده، چې پر وړانډې يې کلکه مبارزه وشي.:(( زه ديوې نرسې په توګه دا وايم تر هغې چې موږه روغتيا پالان خپل او د پردي توپير کوو دغه ناروغي بيا نه ختمېږي کلکه مبارزه ورته پکار ده)).
د روغتيا پالانو د معلوماتو له مخې هغه کسان چې دوامداره د بدن سستي، سردرد، او سرلړې تبه ولري، نو ژر دې خپله وينه معاينه کړي، ترڅو په دغې ناروغۍ اخته نه شي.
د معلوماتو له مخې په ټول هيواد کې په دغې ناروغۍ ۲۰۸۶ کسان اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA