ads

کابل: د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه وسله وال ووژل شول

نن سهار د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې دوه تنه ماين خښوونکي هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل يې د سړک پر غاړه ماين خښ کړي.

نویسنده: The Killid Group
9 لړم 1395
کابل: د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه وسله وال ووژل شول

نن سهار د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې دوه تنه ماين خښوونکي هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل يې د سړک پر غاړه ماين خښ کړي.
د کابل د جنايي جرمونو رييس فريدون عبيدي وايي، مخالفو وسله والو هوډ درلوده، چې په دې ماين کې عام وګړي ووژني، خو کله چې د پوليسو موټر سيمې ته نږدې کېږي، ماين پرې چاودنه کوي او دواړه وژل کېږي.
د عبيدي په وينا، د سيمې پولیسو يو بل ماین هم، چې وسله والو مخالفینو غوښته د سړک پر غاړه يې خښ کړي، دوی کشف کړی او له منځه وړی دی.
د دولت مخالفو وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په دسې حال کې ده، چې د يادې سيمې ځینو خلکو د وسله والو مخالفينو له شتونه، ډېرې اندېښنې ښودلې وې.
د دوی په وينا، د دې ولسوالۍ په ځينو سيمه کې له طالبانو پرته ځينې نورې ډلې هم شته، چې د داعش بیرغونه ورسره دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA