ads

د كندهار له نجونو په نيمايي كې ښوونځى پاتې كېږي

د کندهار د پوهني ریاست مسوولین وايي، د دغه ولايت په ښوونځيو كې چې ښځينه زده كوونكې لوړو ټولګيو ته له رسېدو سره سم له ښوونځيو سره مخه ښه كوي او درسونه پرېږدي. چارواكي وايي، دا مهال له  ۷۹ زره ښځینه زده کوونکو څخه یوازې ۱۳ زره زده کوونکې يې لوړ صنفونه لولي او نورې […]

نویسنده: The Killid Group
30 زمری 1395
د كندهار له نجونو په نيمايي كې ښوونځى پاتې كېږي

د کندهار د پوهني ریاست مسوولین وايي، د دغه ولايت په ښوونځيو كې چې ښځينه زده كوونكې لوړو ټولګيو ته له رسېدو سره سم له ښوونځيو سره مخه ښه كوي او درسونه پرېږدي.

چارواكي وايي، دا مهال له  ۷۹ زره ښځینه زده کوونکو څخه یوازې ۱۳ زره زده کوونکې يې لوړ صنفونه لولي او نورې ټولې زده کوونکې په يوه او بله بهانه ښوونځى پرېږدي.

 د کندهار د پوهنې رئيس عبدالقادر پیوستون وايي،  هرکال ۱۳ زره نجونې د ليسې دورې ته شاملوي خو تېرکال يې یوازې څلورسوه له دولسمو ټولګيو فارغانې لرلې.

نوموړی وايي، د ښځینه زده کوونکو لخوا په نيمايي كې د ښوونځي د زده كړو پرېښودل ګڼ لاملونه لري چې تر ټولو مهم يې ناوړه دودونه، د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى، امنيت او ورته نور دي: (( موږ دوه لكه دوه سوه يو اويا زره شاګردان لرو چې په دې كې يوازې ۳۰ فيصده نجونې مكتب ته ځي، هغه هم په ابتداييه زده كړې كوي، متوسطه دوره كې پنځوس فيصده كموالى راغلى، موږ هر كال ۱۳ زره نجونې شاملوو، زه تاسې ته كه حساب دركړم نو ډېر د شرم ځاى دى چې  تېر كال مو وكولى شول چې د ټول کندهار په سطحه یوازې ۴۲۰  ښځينه زده کوونکې له دولسمو ټولګي څخه فارغې كړو.))

د كندهار د معارف ریاست د مسوولينو په خبره ډیری ښځينه زده کوونکې په لسم او يوولسم ټولګي كې خپلې زده کړې پرېږدي، ځکه چي نور يې يا کورنۍ اجازه نه ورکوي او يا يې واده کړي.

هيله د كندهار سيد احمد كاكا د ليسې د يوولسم ټولګي زده كوونكې ده، نوموړې وايي: (( په ښكته ټولګيو كې زموږ د ټولګيوالو تعداد ۳۰ تنه و، خو په لوړو ټولګيو كې دا شمېر ۲۰ ته راښكته شوى، ځكه امنيت خراب دى، ځينې پلرونه له همدې كبله خپلې لوڼې مكتب ته نه پرېږدي. ځينې پلرونه له شپږم ټولګي نه وروسته خپلې لوڼې له ښوونځي باسي، ځكه ورته وايي اوس تاسې د چادري په سرولو وخت رارسېدلى او قرار په كور كېنئ.))

خو د پوهنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال به د نجونو د جدید الشمول په برخه کي خپلې هڅې چټکې کړي او د خلکو په مرسته به د نجونو تعلیم ته ډېره پاملرنه وکړي.

یوشمېر ښځینه ښوونکي هم وایې چې سږ کال به تر خپلې وسې هڅه وکړي چي کورنۍ وهڅوي ترڅو خپلې لوڼې اوخویندې په ښوونځیو کې شاملې کړي.

ښوونكې دغه راز د پوهنې له چارواكو هم غوښتنه كوي چې ښوونځيو ته د نجونو د استولو لپاره د عامه پوهاوي كمپاينونه پيل كړي او ملا امامان وهڅوي تر څو په خپلو كليو بانډو كې خلك د زده كړو ترلاسه كولو ته وهڅوي.

د پوهنې ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې دا مهال په کندهار کې شاوخوا ۷۹ زره ښځینه زده کوونکې په ابتدائیه ښوونځيو کي په زده کړو بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA