د افغانستان د ملي امنيت شورا پرون د پاكستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د داسو د برېښنا بند د رغونې په اړه، چې ۷ ميليارده ډالره لګښت پرې راځي، اندېښنه څرګنده کړه.
د افغانستان د ملي امنيت شورا پرون د پاكستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د داسو د برېښنا بند د رغونې په اړه، چې ۷ ميليارده ډالره لګښت پرې راځي، اندېښنه څرګنده کړه.
د بهرنيو چارو وزير د دې بند د پلان په اړه د ملي امنيت شورا پرونۍ غونډې ته راپور وړاندې کړ او د غونډې ګډونوالو د د ګډو سيندونو د نړيوالو موازينو خلاف اقدام وباله.
د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، د ملي امنيت شورا په غونډه کې يادونه وشوه، چې د داسو د بند د رغونې او د کابل- اندوس د سيند له اوبو کار اخيستل به افغانستان ته سخت زيان واړوي.
د داسو بند د رغونې مالي لګښت نړيوال بانک ورکوي او د بهرنيو چارو وزارت په وينا، نړيوال بانک د ياد بند د رغونې پلان افغان حکومت ته سپارلى او په دې اړه يې ترې نظر غوښتى دى.
افغان حکومت پر نړيوال بانک غږ كړى، چې له افغانستان سره له لازمو سلا مشورو پرته د دې پروژې له تمويل څخه ډډه وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه زياتوي، چې د پاکستان حکومت له ډيپلوماتيکو لارو تراوسه افغانستان ته په دې اړه خبر نه دى ورکړى او افغانستان غواړي، چې په دې برخه کې لازمې څېړنې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ