نن سهار څه كم لس بجې د جلال اباد ښار د سارج العمارت بڼ او ننګرهار هوټل ته څېرمه يو ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد، چې د عيني شاهدانو په وينا كوم زيان نه لري.
نن سهار څه كم لس بجې د جلال اباد ښار د سارج العمارت بڼ او ننګرهار هوټل ته څېرمه يو ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد، چې د عيني شاهدانو په وينا كوم زيان نه لري.
په سيمه كې عيني شاهدانو كليد ته وويل، چې دغه چاودنه په ياده سيمه كې د بېليارد يوه دوكان ترڅنګ د سرخلاصي جومات د اوبو په ذخيره كې د ځاى پر ځاى شوي بم له امله رامنځته شوه.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور کليد ته د پېښې پخلى وکړ، خو ويې ويل، کوم تلفات يې نه رامنځته کړي.
د دغه بليارد کلب څښتن کليد ته وويل، چې چاودنې ورته کوم زيان نه دى اړولى او نه پوهېږي، چې د پېښه رامنځته کوونکي به څوک وي؟
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد چې ډېر ځله په ننګرهار کې د چاودنو مسوليت پرغاړه اخلي، له ناڅرګند ځايه کليد ته په ټليفون وويل، چې دې او د ولسي خلکو پر شتمنيو نورو بريدونو کې دوى لاس نه لري.
د جلال اباد سراج العمارت بڼ، چې د ننګرهار د والي شاهي ماڼۍ ته مخامخ پروت دى، دې چاودنې پکې د ننګرهار پر امنيتي وضعې د خلکو اندېښنې لا ډېرې کړي.
ځايي خلک د ننګرهار ولايتي اداره په دې پخوا سوله ييز ولايت کې د ناامنيو پرضد مبارزه کې پاتې ګڼي خو چارواکي وايي، چې د داسې پېښو مخنيوى يې د امکان ترحده کړى او د نورو لپاره هم هلې، ځلې کوي.
د يادونې وړ ده، چې تېره شپه په ننګرهار كې پر يوه ويديوي كېسټ پلورنځې چاودنه شوې وه، چې له كبله يې درې دوكانه زيانمن شول، خو د چارواكو په وينا كوم ځاني زيان يې ن درلود.
په ياده سيمه كې څه موده وړاندې د كېسټ پلورنځيو خاوندانو ته د طالبانو لخوا ګواښ شوى وو، چې له دې كاره لاس واخلي، خو دا اول ځل دى، چې د بېليارد يو دوكان په نښه كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ