که څه هم د سولې خبرو اترو د نوي پړاو د پیل له پاره هیلې څه ناڅه زیاتې شوې دي، خو بیا هم ډېره سخته ده چې ولس دې په دغو خبرو او هڅو پورې خپلې هیلې وتړي او د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې یې یو ښه پیل وبولي.
دا نهیلي له هغه وروسته په ولس کې خوره شوه چې بینالافغاني مذاکرات چورلټ په ټپه ودرېدل، هدفمند ترورونه زیات شول، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه جګړو زور واخیست او بالاخره د ترکیې کنفرانس هم چې ډېر تبلیغ ورته وشو، تر ننه پورې جوړ نهشو.
همدغه وضعیت سبب شوی چې د بینالافغاني مذاکراتو لهپاره د دواړو لوریو د تیاریو په نسبت په دې دور کې هم د خلکو باور پیکه پاتې شي او دا هڅې د ولس له لوري غلوونکې او تېر ایستونکي تعبیر شي.
همدا اوس اوس د خلکو باور په دې راڅرخي چې د جګړې دواړه غاړې په ولس باندې هېڅ رحم نهلري او ولس یې خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې سپر کړی او هره ورځ یې قرباني کوي.
سربېره پر دې ډېرې داسې پوښتنې هم اورېدل کېږي چې د ولس نهیلي ترې له ورایه څرګندېږي. د بېلګې په توګه ولس د سولې بینالافغاني خبرو د نوي دور لهپاره د حکومت او طالبانو پر تیاري باندې څنګه باور کولای شي؟ بله پوښتنه بیا دا ده چې ایا ښکېل لوري واقعا په خپلو خبرو او څرګندونو کې صادق دي؟
په ورته وخت کې خلک په دې هم نهپوهېږي چې ښکېلې غاړې د جګړې د درولو نیت لري او که نه؟ ځکه داسې هېڅ نښه نه ترسترګو کېږي چې خلک دې ورباندې باور وکړي او هغه دې د جګړې او یا اوربند د ټینګښت په برخه کې په نیک فال ونیسي.
بل لور ته پوښتنه دا ده چې د اوربند په نشست کې او د افغانوژنې له دوام سره سره، ایا د سولې روانې هڅې او یا په اصطلاح اوسنۍ تیاریانې، فریبکارانه نهدي؟ او ایا دواړه لوري خو به د سولې د کاذبو هڅو په وسیله د ولس د تېر ایستلو په لټه کې نهوي او که څنګه؟
د خلکو په باور که چېرې دغه پوښتنې د بېلابېلو لورو له خوا بېبنیاده ګڼل کېږي، نو بیا ولې د سولې خبرې اتر تر ننه پورې وځنډېدې؟ او ولې د جګړې ډګرونه تر پخوا لا زیات تاوده شوي؟ او ولې هره ورځ د بېګناه افغانانو د سرونو لو کېږي؟
بالاخره، که د جګړې ښکېل لوري لږ تر لږه دا ځل په خپلو ویناوو کې رښتینې وي، بیا اړتیا ده چې له یوې خوا دغه پوښتنې ځواب شي او بل لور ته د جګړې ډګرونه خاموش او تر څنګ یې د سولې ظاهري او تش په نوم هڅې یوې مثبتې نتیجې ته ورسوي؛ داسې یوې نتیجې ته افغانوژنې ته د پای ټکی کېږي او د افغانستان دایمي امنیت تضمین کړي.
له دې پرته ناشونې ده چې خلک دې په دغسې هڅو او کوښښونو له دې وروسته باور وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ