د هغه په وینا، له خوشي شوو کسانو سره مرسته وشوه او خپلو کورنیو ته واستول شول.
که څه هم شاهین د خوشي شوو بندیانو ځای نه دی په ډاګه کړی، خو د لغمان سیمهییز چارواکي وایي، طالبانو په دغه ولایت ۳۴ بندیان ازاد کړي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند اسدالله تولتزي رسنیو ته دا خبره تایید کړې ده.
نوموړي ویلي، په دغو بندیانو کې ۱۷ یې په الیشنګ، نهه په الینګار او اته دولت شاه ولسوالۍ کې له طالبانو سره بندیان وو، چې پرون مازدیګر ازاد شول.
د یادولو وړ ده چې د دوحې د تړون له مخې به افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ زر تنه بندیان ازادوي.
حکومت تر اوسه ۳۰۰۰ زره طالب بندیان ازاد کړي او ټاکل شوې چې ژر تر ژره د هغوی ۲۰۰۰ زره نور بندیان هم ازاد کړي.