د یاد وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي له یو شمېر اروپا مېشتو افغانانو سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د مېرمنو ټولو هغو حقونو ورکولو ته ژمن دی چې د اسلام مبارک دین ورکړي دي.
نوموړي زیاته کړې، د ښځو ټول هغه حقونه یې ورکړي چې مخکې به تر پښو لاندې کړي.
د حنفي په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې یې د زیات او کم پنځه زره مېرمنو د میراث حقونه ور تسلیم کړي.
له امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، راغلو افغانانو افغانستان ته په راتګ خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې نړۍ ته به د اوسني حکومت رښتیني انځور وړاندې کړي.
دوی تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره کتلي دي.