ads

د کانونو پر معیاري کېدنې ټینګار

په بلخ ولایت کې د مالګې یو شمېر کاروباریان د کانونو پر معیاري کېندنې او پروسس ټينګار لري.

احمدالله ستانکزی
18 غویی 1403
د کانونو پر معیاري کېدنې ټینګار

د ډبرو سکرو، نفتي او نورو ورته کانونو سربېره په شمال زون کې په زیاته پيمانه د مالګې کانونه شتون لري، خو په بلخ کې پر معیار برابر د مالګې پروسس کوونکي وايي، دغه کانونه دې په واک کې ورکړل شي، تر څو په ښه کیفیت مالګه تولید کړي.
په مزارشریف ښار کې د مالګې یو تن پروسس کوونکی محمد اسماعیل وایي، له پخوا نه تر اوسه مالګه په زېرمو کې د غیرمسلکي کسانو له خوا استخراجیږي او په خبره یې، افغانستان د مالګې پرېمانه زېرمې لري او له همدې کبله باید حکومت په هېواد کې دننه د مالګې کېندنې او پروسس لپاره جدي پاملرنه وکړي.
« له کانونو او پټرولیم وزارت څخه مو غوښتنه دا ده، چې د مالګې کانونه دې هغه اشخاصو ته وسپاري، چې د استخراج چارې په معیاري شکل ترسره کړي،ځکه دوی په دې برخه کې مسلکي او پوه کسان لري او دغه راز پانګونه یې کړې ده.»
محمد اسماعیل چې له نن څخه پوره ۱۳ کاله وړاندې یې د مالګې پروسس پر کارخونه پنځه میلیونه امریکایې ډالر پانګونه کړې او شاوخوا زر کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې وایي، که ځینې ستونزې یې حل شي، په کور دننه اړتیا پوره کولوسربېره به بهر ته هم صادرات ولري.
« د مالګې په فابریکه کې مو څه باندې پنځه میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او څه باندې زر کسان په کې په کار بوخت دي. پخوامو تولیدات کم و؛ خو اوس چې له بهره د مالګې پر صادراتو بندیز لګېدلی، اوسمهال په کال کې د ۱۶۸ زره ټنه د صحي او تصفیه شوې مالګې د تولید ظرفیت لرو.»
د طبیعي زېرمو د چارو کارپوه عبدالستار صدیقي وایي، د افغانستان د کانونو مالګه له نړۍوالو سټنډرډونو سره ۹۰ فیصده برابره ده او په وینا یې که غیر معیاري استخراج شي؛ نو هغه خپل کیفیت او خاصیت له لاسه ورکوي.
« افغانستان خورا ډېرې طبیعي زېرمې او معدنونه لري. د شمالي ولایتونو مالګه د بین المللي نورمونو سره برابره مالګه ده. ځکه سودیم پلوراید، پتاشیم، کلسیم او مګنیزیم ۹۹ فیصده ددغې مالګې په ترکیب کې شتون لري»
بلخوا بیا د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین ډاډ ورکوي او وایي، چې پخوا د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په طبیعي زېرمو کې غیرمسلکي کیندنې ترسره کېدلې؛ خو په دې وروستیو کې له کانونو څخه د خپل سري او غیرقانوني مالګې د استخراج مخنیوی کړی دی.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل، چې څو میاشتې وړاندې له کورنیو شرکتونو سره د معیاري او مسلکي مالګې د استخراج په موخه تړونونه لاسلیک کړي او هغو فابریکو ته ددې اجازه نه ورکوي، چې مالګه په غیرمعیاري شکل استخراج کړي.
« افغانستان د مالګې پراخ ظرفیت او معدنونه لري؛ خو متآسفانه بیا هم د اړتیا وړ مالګه له بهر هېوادونو راتلله. اسلامي امارت په دې وروستیو کې د مالګې پر صادراتو بندیز ولګوه. د کانونونو او پټرولیم وزارت له یو شمېر کورنیو شرکتونو سره د ښه استخراج په هدف، قرادادونه وکړل، چې اوسمهال په معیاري ډول استخراجیږي، پروسس او بازار ته وړاندې کېږي. په دغه برخه کې چې کومې غیرمعیاري فابریکي دي، هغوی ته د استخراج اجازه نه ورکول کېږي او هغه شرکتونه هم که له تعهداتو سره سم استخراج ونه کړي، تړونونه یې لغوه کېږي او د بیا ځل لپاره هغوی ته قراداد نه ورکول کېږي.»
د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په شمال کې د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ او په شمال ختیځ کې تخار هغه ولایتونه دي، چې په کافي توګه د مالګې معدنونه لري او هره ورځ ترې سلګونه ټنه مالګه استخراجېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA