ads

د سیکارام کلنۍ مشاعره جوړه شوه

د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د اطلاعات کلتور رياست په همکارۍ د سپين غر ټولنې ځوانانو له لوري د سيکارام کلنۍ مشاعره ترسره شوه.

سمیع الله مبارز
9 غویی 1403
د سیکارام کلنۍ مشاعره جوړه شوه

سيکارام د سپين غره لوړه څوکه ده، چې په پچيراګام ولسوالۍ کې موقعت لري. د دې کلنۍ مشاعرې نوم هم له همدغه لوړې څوکې څخه اخيستل شوی دی.
د سپین غر ځوانانو ټولنې مشر حاجی عبدالوکيل ملکزی وايي، هدف يې له يادې مشاعرې څخه د ملي يوالي پيغام لېږدول دي.
«دسيکارام مشاعره د پچيراګام ولسوالۍ په سرسبزه منطقه کې هر کال د پسرلي په موسم کې د سپين غر د ځوانانو ټولنې له لوري جوړيږي.»
په ياده مشارعره کې د مرکز کابل په کډون د هېواد د نورو ولايتو د شاعرانو ترڅنګ له کوزې پښتونخوا څخه هم نوموتو شاعرانو ګډون کړی و.
له کوزې پښتونخوا څخه راغلی شاعران جاوېد درمان او غزل مومند د مشاعرې له تنظيمونکو څخه مننه وکړه چې دوی ته يې هم بلنه ورکړې وه.
نوموړی وایي:
«داسې الفاظ نشته چې زه يې ووايم چې څومره خوشحالي زه احساسوم. د دغه ځای د خلکو مينه مې وکتله، ډېر خوند راکوي، دغه سفر به دوام لري بيا بيا به راځو».
غزل مومند:
«دا زموږ د ټولو پښتنو شريکه کور دی، زموږ د ټولو شريکه جايداد دی، دا زموږ د پلار نيکه ځای دی او تاسې خو خوشبخته پدې یې چې دلته اوسېږئ.»
يادې مشاعرې ته د لوړو زده کړو د علمي چارو معين دوکتور لطف الله خيرخوا هم راغلی و او د کوزې پښتونخوا څخه د راغلي شاعرانو له راتګ يې مننه وکړه.
خیرخوا:
« هغه ملګري چې د خواږه واطن کوزې پختونخوا نه راغلي، هغوی ته ډېر ډاډ ورکړی، دلته ناست دي، موږ ورته وايو چې تاسې په خپل وطن کې يئ، خپل اهل کې يئ، دا مو خپل وطن دی. موږ او تاسې څوک نه په تارونو بيلولی شي او نه په دروازو.»
د ياد ولايت د اطلاعاتو کلتور رياست ریيس قاري احسان الله ساجد د دغه ډول کلتوري او ولسي غونډو د فعالولو او په ښه ډول يې د پاللو ډاډ ورکړ.
‌«الحمد لله ډېر خلک راغلي، ډېر مينوال راغلي، د دوی دې کور ودان وي چې په دې باراني موسم کې يې تردې ځايه ځان ستړی کړی او دلته راغلل. خپله مينه يې له شعر او ادب سره وخودله.»
په ياده مشاعره کې د سپن غر د ځوانانو ټولنې له لوري په دې ولسوالۍ کې د مشاعرې لپاره له مسوولينو د يو تالار د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د ياد ولايت د اطلاعات او کلتور رياست مسؤلين وايي، د دوی غوښتنه به له مرکز سره شريکه کړي.
هېره دې نه وي چې د سيکارام دوديزه مشاعره لس کاله وړاندې په ۱۳۹۴کال کې جوړه شوې وه، چې له هغه راهيسې تر اوسه په همدې نېټه جوړېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA