سرچینه زیاتوي چې اسراییلو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کې ۹ بریدونه کړې چې په کې ۸۳ تنه شهیدان او ۱۴۲ نور ژوبل شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وایي چې د غزې په شافع روغتون کې ډېری ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.
بلخوا د اروپايي کمېسیون مشره وايي، غزې ته به د مرستو رسولو لپاره یو سمندري دهلیز د روانې اونۍ په پای کې فعالیت پیل کړي.
اورسیولا وندیرلین دا څرګندونې د ولسمشر جو بایډن له هغې پرېکړې وروسته کړي چې ویلي یې وو، د غزې د سمندر پر غاړه به لنډ مهاله بندر چمتو شي.
په قبرص کې د خبرو پر مهال نوموړې وویل چې غره له بشري ناورین سره مخ ده او د سمندري دهلېز له لارې په لویه کچه د اضافي مرستو رسول شوني دي.
د قبرص، اروپايي ټولنې، امریکا، بریتانیا او متحدو عربي اماراتو په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي دي چې د یوه سمندري دهلېز فعالول سخت دي او دوی به پر اسرائیل فشار زیات کړي، چې د نورو ځمکنیو لارو او بندرونو پرانیستلو له لارې د مرستو زیاتولو ته زمینه برابره کړي.