ads

د ښاري بې نظمۍ د مخنیوي لپاره باید څه وشي؟

کابل ښکاریان په ښار کې له بې نظمۍ او ګڼې ګوڼې څخه شکایت کوي او زیاتوي چې یو شمېر کراچۍ لرونکي هر ماښام عمومي سړکونو ته را وځي او د لارو په بندېدو سره خلکو ته ستونزې جوړوي.

اسلام الدین احمدي
30 لړم 1402
د ښاري بې نظمۍ د مخنیوي لپاره باید څه وشي؟

د کابل اوسېدونکی محمد ادریس وایي، د دوی په سیمه کې یو شمېر کراچۍ لرونکي له خپلو ځایونو څخه سړکونو ته راوځي چې له کبله یې په ښار کې بې نظمي او ګڼه ګوڼه رامنځته کېږي.
«عمده سبب یې همدا دی چې کراچیوانان ماښام د سړک سر ته راوځي او سړک بندوي چې له کبله یې ټرافیکي بې نظمي رامنځته کېږي. بله علت یې د ټکسي چلونکو دی چې له خپل مسیر څخه وځي او بې ځایه سورلۍ موټر ته پورته کوي.»
یو شمېر کراچۍ لرونکي، چې ځانګړی ځای نه لري وايي، له ډېرې مجبورۍ څخه د سړک غاړو ته راوځي، خو هغه کسان چې د ښاروالۍ له لوري ورته مشخص ځایونه ټاکل شوي، مناسب نه دي، ځکه سړکونو ته راووځي.
کراچۍ لرونکي ابراهیم او نوریالی وايي، دوی ځانګړي ځای نه لري چې خپل توکي خرڅ کړي، خو له ښاروالۍ څخه غواړي چې د دوی لپاره مناسبه د حل لاره ولټوي تر څو د دوی کار هم وشي او سړکونه هم بند نه شي.
«زه پخپله کوپره پلورم، خو هر ماښام ګورم چې کراچۍ لرونکي سړکونو ته راوځي او لاره بندېږي چې له کبله یې خلک او ټکسي چلونکي له ستونزو سره مخ وي. هغو کسانو ته چې ځایونه ټاکل شوي، د سړک سر ته باید ونه وځي.»
«ښاروالي باید څارنه ولري او کراچۍ لرونکي په یو قطار کې منظم کړي چې بې نظمي رامنځته نه شي. که دا کار وشي هم ده زموږ کار کېږي او لاره به هم نه بندېږي.»
ټکسي چلونکي هم یاده ستونزه مني، خو د ستونزې پړه یوازې پر کراچۍ لرونکو نه، بلکی پر ټکسي چلوونکو هم ور اچوي.
ټکسي چلونکی توریالی چې په کابل کې له دوو کلونو راهیسې ټکسي چلوي وايي، په ښار کې د بې نظمۍ له کبله په لارو کې په ساعتونو بند پاتې وي.
«موږ یوازې کراچۍ لرونکي نه ملامتوو، بلکی له ټکسي چلونکو هم غواړو چې د سړک یوې غاړې ته خپله سورلۍ موټر ته پورته کړي او کراچۍ لرونکي هم یوې غاړې ته خپل توکي وپلوري. پوهېږو چې ټولې اقتصادي ستونزې لري او خدای دې رحم وکړي.»
بل ټکسي چلونکی بشیر احمد احمدي وايي، که حکومت د ورځې تر څنګ له ماښامه هم څارنه ولري، دا ستونزه به نه رامنځته کېږي او خلک به هم پر وخت خپلو کورونو ته ورسېږي.
«چې مازیګر شي، سړک بند شي. کراچۍ لرونکي بېخې د سړک منځته راوځي او خپل ځای پرېږدي چې له کبله یې لاره بندېږي او خلکو ته ستونزې جوړېږي.»
د کابل ښاروالۍ مسوولین هم یاده ستونزه مني، خو ټنګار کوي چې د دوی له خوا په بازار کې شپه او ورځ څارنه کېږي او هڅه کوي چې ژر به دا ستونزه حل شي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي کلید راډیو ته وویل:
«د بازارونو د تنظیم په هدف زموږ د څارنې ټیمونه شپه او ورځ څارنه او فعالیت کوي، خو بیا هم یو څه ستونزې شته. د ښاري نظم په نوم یوه کمېټه ده چې د مختلفو ارګانونو په شمول، د کابل ولایت مقام هم په کې شته چې د یادې ستونزې په اړه په ډېر ژر تصمیم ونیول شي.»
کابل ښاریان له مسوولینو غواړي چې په ښار کې د بې نظمۍ مخه ونیسي او یادې ستونزې ته د حل لاره ولټوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA