ads

(TLO) د اقلیمي بدلون په اړه ځانګړې غونډه وکړه

که څه هم افغانستان د نړۍ په کچه شپږم هېواد دی چې اقلیمي بدلونونو له کبله ډېر اغېزمن شوی، خو د دې ستونزې د لرې کولو لپاره تراوسه کوم اساسي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

اسلام الدین احمدي
16 تله 1402
(TLO) د اقلیمي بدلون په اړه ځانګړې غونډه وکړه

یو شمېر موسسات او ټولنې کال په کال په دې اړه ځينې ناستې کوي او په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو څرک لګوي. د اقلیم بدلون او پر افغانستان د هغه پایلې تر عنوان لاندې همداسې يوه ناسته د دوشنبې په ورځ، د TLO یا اړیکو دفتر او د چاپېریال او طبیعي سرچینو د څار بنسټ له لوري ترسره شوه.
د غونډې ګډون والو وویل، که څه هم افغانستان د ګلخانه یي موادو په استعمال کې ډېره کمه ونډه لري خو د اقلیمي بدلون له کبله ډېر اغیزمن شوی او له ستونزو سره مخ دی.
د TLO یا اړیکو د دفتر مرستیال وویل چې د اقلیم بدلون په ټوله نړۍ کې د ۸ میلیارده خلکو ژوند اغیزمن کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، هغه هېوادونه چې په اقلیمي بدلون کې هیڅ ونډه هم نه لري، تر ټولو زیات اغیزمن شوي دي.
«له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مو غوښتنه ده چې د عامه پوهاوي په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي تر څو خلک پوه شي چې چاپیریال څه دی او کوم خطرونه لري.»
په یاده غونډه کې د چاپېریال ساتنې ادارې مالي او ادارې مشر عبدالسلام حقاني وویل چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ۳۷ فیصده د بارانونو او واورو ورېدل د نورو کلونو په پرتله کم شوي او ۱۰۴ زره هکټاره کرنیزې ځمکې له منځه تللي دي.
حقانی زیاته کړه، په ټوله نړۍ کې افغانستان شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلون له کبله ډېر اغېزمن شوی، خو د ځینو سروې ګانو له مخې څلورم مقام کې ځای لري.
«نړیوال باید د اقلیم موضوع سیاسي نه بلکی بشري وګڼي او له افغانستان سره په دې برخه کې مرستې وکړي. د نړیوالو نه همکاري په افغانستان کې د اقلیم بدلون سبب شوی.»
په دغه غونډه کې د اروپایي ټولنې شارزدافیرې «رافئیله لوډیس» وویل چې د اقلیم بدلون یوه بشري موضوع ده او باید په ګډه ورته کار وشي.
هغې زیاته کړه چې په افغانستان کې جګړه د دې سبب شوې چې د دې هېواد اقتصاد ته سخت زیان واوړي او پر اقلیمي بدلون اغېز وښندي.
«اروپایي ټولنه غواړي چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون یو شمېر پروژې پلي کړي. اروپایي ټولنه به هیڅکله د اقلیم موضوع سیاسي نه کړي. د اقلیم په اړه باید عامه پوهاوي وشي.»
په غونډه کې د اقلیم، سولې او امنیت په برخه کې د یوناما د سیاسي چارو رییسه «چیرټي واټسن» وویل چې اوس مهال اقلیمي بدلون په ټوله نړۍ کې جدي مسئله ده او باید کار ورته وشي.
«موږ په دې پوهېږو چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د اقلیمي بدلون په برخه کې افغانستان ته مرستې کمې شوې دي. یوناما به په افغانستان کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د افغانانو لاسنیوي به کوي.»
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په کابل کې د اقلیمي بدلون نړیوالې اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر ټولو اقتصادي هېوادونو غږ وکړ چې له هغو هېوادونو سره د پام وړ همکاري وکړي چې د اقلیمي بدلون له منفي اغیزو کړیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA