له چارو ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو ټاکنو کې مولوي محمد رباني ناصح د پروژو د انسجام د څارنې ریاست د رییس په توګه، مولوي عبدالباقي منصور د چارو ادارې د دفتر رییس په توګه او مولوي اسلام الدین د پالیسي او ستراتیژۍ په توګه ټاکل شوې.
د فرمان پر اساس یو لړ نورې ټاکنې هم شوې چې ډېری یې د چارو په اداره کې دي.
په خپرپاڼه کې راغلي چې دا ټاکنې د چارو د لا ښه مدیریت لپاره شوې دي.
څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر اساس د مالیې وزارت سرپرست هم بدل شوی و.