ads

د سیاسي تعامل پراخوالي ته تمې

د اسلامي امارت چارواکي وايي، په تېر کال کې توانېدلي چې نړۍ سره پیاوړي اړیکې ټینګې کړي.

محمدخان بریال
9 وری 1402
د سیاسي تعامل پراخوالي ته تمې

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره غوره اړیکې غواړي، ترڅو د نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د ډیپلوماسۍ نوی باب پرانېستل شي.
«تېرکال زموږ بهرنی سیاست ډېر فعال و، موږ وتوانېدلو چې په ډېرو هېوادونو کې خپلې استازولۍ او سفارتونه پرانېزو، زموږ دا اړیکې اوس هم دوام لري.»
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر زده کړو او د مېرمنو پر کار بندیز د حکومت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې خنډ شوی؟ وویل:« د افغانستان کورنۍ مسلې باید د سیاسي فشار وسیلې نه شي، غوره ده چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.»
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هم له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل ټینګار کړی.
«د نړۍ لپاره دا غوره ده چې له افغانستان سره په دوستانه او سوله‌ییز ډول مخته ولاړ شي او د دوحې د تړون له مخې امریکایانو دا ضمانت ورکړی و چې له افغانستانه د دغه هېواد له وتلو او د اسلامي نظام له واکمنۍ وروسته به امریکا په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور ولري.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم کاکړ وايي:
« اسلامي امارت او نړیواله ټولنه سرې کرښې لري او هېڅ یو لوری نه غواړي چې له خپلو سرو کرښو تېر شي.»
خو د سیاسي چارو یو بل شنونکی سیداکبر اغا وايي:
« زه باوري یم، چې که اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره غوره اړیکې ولري، نو دا کار هم د حکومت او هم افغانانو په ګټه دی؛ خو د نړیوالې ټولنې غوښتنې هم باید د افغانستان د ملي ګټو او ازادۍ سره په ټکر کې نه وي.»
د اسلامي امارت چارواکي په داسې حال کې له نړۍ سره د غوره اړیکو په اړه خبرې کوي چې له شاوخوا دوه کاله تېرېدو وروسته لاهم اسلامي امارت د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA