ads

د ثواب پر ځای عذاب ته مخ کول

د جلال اباد ښار اوسېدونکي د روژې په رارسېدو سره د خوراکي توکو د احتکار او بیو د لوړوالي په اړه اندېښنې لري.

جان اغا صالح
2 وری 1402
د ثواب پر ځای عذاب ته مخ کول

دوی واېې، د تېر په څېر بیا ورسره دا اندیښنې را پیدا شوې چې ګنې د روژې په رارسېدو سره به بیا د خوراکي توکو نرخونه لوړ شي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي شیرزمان او محمد عارف کلید ته وویل، د روژې له رارسېدو سره سوداګرو او هټیوالو د لومړنیو توکو بیې د پام وړ لوړې کړې، چي خلک يي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
شیرزمان زیاتوي:
«هر کال د روژې په میاشت کې همدا د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو ستونزه وي، بیې لوړېږي او مخنیوی هېڅوک هم نه کوي. له دې مخکې بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ وه، خو اوس یې بیه درې زره افغانیو ته لوړه شوې، باید چې نرخونه کنترول شي.»
محمد عارف زیاتوي:
«له دوکاندارانو، سودګرو غوښتنه کوو چې د روژې په میاشت کې دې د خوراکي توکو بیې نه لوړي او دا اندیښنه موږ سره شته چې د روژې په میاشت کې به د توکو بیې لوړې شي او د دې لپاره باید ښاروالي له اوسه لاس په کار شي.»
عام خلک وایې، په بد اقتصادي وضیعت کې ژوند کوي، چې سوداګرو یې خپلسري پیل کړې، بیې لوړې شوي او خلک يې د پېرېدلو وس نلري.
بلخوا یو شمیر هټوال هم مني چې ځینې سوداګر د روژې په میاشت کې د توکو احتکار کوي او هټوال هم د ښاروالۍ او نورو اړونده ادارو د نه څار له کبله په خپلسري ډول نرخونه لوړوي.
د جلال اباد ښار یو هټیوال خانزاده افغان وايي، که حکومت له بازاره څارنه وکړي د لومړنیو توکو بیې به دومره لوړې نه شي.
افغان زیاتوي:
«د جلال اباد ښار په زیاتره ګودامونو کې په زرګونه بورۍ وریجې، بوره، غوړي اونور خوراکي توکي پراته او احتکار شوي، خو متاسفانه دلته سوداګر او هټیوال د ازاد بازار له نوم څخه په استفادې په خپلسري ډول بیې لوړي او ستونزه د حکومت ده چې دلته نرخونه نشي کنترول نشته.»
په ورته مهال د جلال اباد ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد وایې، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په خپلسري ډول د خوراکي توکو بیې لوړې او یا احتکار وکړي.
نوموړی د ښاروالۍ له لوري د نرخنامو د تعینولو او څار لپاره د ځانګړي کمېسیون د جوړېدو خبر ورکوي او وایي، په ښار کې یې د نرخونو د کنترول او احتکار کوونکو د مخینوي لپاره یو کمېسیون ګمارلی، تر څو د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو نرخونه کنټرول او سرغړونکي یې ونیسي.
مراد زیاتوي:
«په جلال اباد ښار کې د روژې مبارکې میاشت په رارسېدو سره د نرخونو د کنترول او احتکار کوونکو د مخنیوي لپاره د ښاروالۍ له لوري کمېسیونونه ټاکل شوي او هېچا ته اجازه نه ورکو چې په خپلسري ډول نرخونه لوړ کړي او یا احتکار وکړي.»
جلال اباد ښاریان هر کال د روژې میاشتې په رارسېدو سره د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او نرخونو د نه کنترول په برخه کې د ښاروالۍ مسولین پاتې بولي.
خو اوس تازه د ښاروالۍ مسولینوهټيوالو ته خبرداری ورکړی که دوکانداران له ټاکلو نرخنامو سرغړونه وکړي، نو هټۍ به یې ور وتړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA