ads

د بنګله‌دېش پر وړاندې سیالیو ته لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش پر وړاندې څلور ورځنۍ او له سریلانکا او بنګله‌دېش سره راتلونکي درې اړخیزو لوبلړیو لپاره د ۱۹ کلنو لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

کامران احمدزی
17 کب 1401
د بنګله‌دېش پر وړاندې سیالیو ته لوبډله اعلان شوه

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله د مارچ میاشتې پر ۱۲مه نېټه له بنګله‌دېش سره څلور ورځنۍ او تر هغه وروسته د همدې میاشتې پر ۱۸مه نېټه له بنګله‌دېش او سریلانکا سره درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي.
یادو سیالیو ته د لوبغاړو د غوراوي په هدف تېره میاشت د لوبغاړو لپاره په ننګرهار کې روزنیز کمپ نیول شوی و.
ټاکل شوې چې تر ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله به په راتلونکو دوو ورځو کې له بنګله‌دېش سره د لوبو لپاره د چمتووالي په هدف متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA