په پام کې ده چې په دې دوره کې به خلکو ته «جانسون او ان جانسون» امریکايي واکسینونه ورکړل شي.
د دغه واکسین د لویدیځې حوزې مسوول عبدالوحید رحماني وايي چې په ګرمسیر ولسوالیو کې به د چهارشنبې په ورځ د دې واکسین کمپاین پیل شي.
«په پام کې ده چې د شلو ورځو په موده کې به له اتلس کلنۍ پورته ۳۸۵ زره کسان واکسین شي.»
دا کمپاین به د هرات په هره سیمه کې جومات پر جومات تطبیقیږي.
په همدې حال کې د هرات ولایتي مسوولین له خلکو غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم الحق حقاني کلید راډیو ته وویل:
«اسلامي امارت په افغانستان کې د کورونا تر ختمېدو پورې د یاد ویروس پر ضد د واکسین تطبیق ته ژمن دی، خلک هم باید روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي، ترڅو د کرونا ناروغۍ مخنیوی وشي.»
بل لورته یو شمېر هغه خلک چې د کورونا واکسینونه یې کړي، له خلکو غواړي چې د کرونا ویروس له واکسین کوونکو سره مرسته وکړي.
ارباب نثار چې دوه ځله یې د کرونا واکسین کړی، وايي:« دا درېیمه دوره ده چې د کورونا واکسین کوم، له کورونا ناروغۍ څخه خوندی یم، ما زیات ځوانان ولیدل چې د کرونا ناروغۍ له کبل ووژل شول.»
د رسمي شمېرو له مخې، په تېرو دوه کلونو کې په هرات ولایت کې له ۱۸ کلنۍ پورته یو نیم میلیون کسانو ته د کرونا ویروس واکسین شوی.
د یادونې وړ ده چې له هرات ولایت سربېره په ۱۶ نورو ولایتونو کې هم خلکو ته د کرونا ویروس واکسین تطبیقیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ