د کابل اوسېدونکې معصومه چې د کورونا له نوې بڼې اومیکرون خبره ده، خو بیا هم باور لري چې دا یوازې د انسانانو له لورې جوړه شوې دسیسه ده.
« د کورونا ناروغي وجود نه لري، دا د انسان په لاس جوړه شوې او دا هسې یو باور دی چې ځینو ډلو رامنځ ته کړی.»
د غزني اوسېدونکې سوسن بیا کورونا د زکام په څېر یوه عادي ناروغي ګڼي.
« د کورونا ناروغي دومره جدي نه ده، دا یو عادي ذکام دی چې زیات خطر نه لري، هغه خلک چې د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي، علت یې له دغې ناروغۍ څخه زیاته وېره ده، ځکه دا ناروغي خلکو ته ډېره خطرناکه وښودل شوه.»
که څه هم د دغې ناروغۍ د نه موجودیت په اړه زیات تبلیغات شوي، خو یو شمېر هېوادوال بیا مني چې لاهم کورونا یوه خطرناکه ناروغي ده. په ټولنیزو رسنیو کې هم د کورونا وبا په اړه منفي او مثبت تبلغات شوي.
یو شمېر هېوادوالو له دغې ناورغۍ څخه د خپلو کورنیو دغړو د وژل کېدو خبرونه هم ورکړي.
د بامیانو اوسېدونکي حمید پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:
«مور مې ناروغه وه، کله مې چې روغتون ته یوړه، د کورونا پایله یې مثبته راغله، کورونا زما لپاره یوه بده تجربه شوه، له بدهمرغه زما مور د همدې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت مسوولین د کورونا په اړه د خلکو بې باوري د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې کورونا یوه خطرناکه ناروغي ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، په افغانستان کې د کورونا لومړۍ مثبته پېښه په ۱۳۹۸کال د حوت پر پنځمه نېټه ثبت شوه او له هغه وخت راهیسې له ۱۸۰ زرو ډېر کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۷ زره او ۸۰۰ کسان وژل شوي دي.
« کورونا لاهم یو جدي خطر دی، دا ناروغي اوازې نه دي، موږ پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو د مړینې شاهدان یوو، زموږ په هېواد کې یې له ۷ زرو ډېر کسان وژلي.»
د څېړنو له مخې، تر اوسه د کورونا له څلوېښت ډولونو څخه یوازې ۷ ډوله یې په انسان کې پېژندل شوې چې له ډلې یې « سارس، مارس او کووېډ۱۹» ډېرې خطرناکې دي.
کورونا ناروغي د لومړي ځل لپاره د چین په «ووهانَ» ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپره شوه.
د ۲۰۲۱ کال په لومړیو وختونو کې د روغتیا نړیوال سازمان یو پلاوي د چین دغه ښار ته سفر وکړ او ویې ویل چې دا ناروغي له حیواناتو څخه انسان ته انتقال شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې د دغې ناروغۍ له کبله نژدې ۱۶ میلیونه کسان وژل شوي دي.