ads

ښځې او ماشومان د کور درانه پېټې چلوي، ولې؟

بېوزلۍ او څه ناڅه کلتوري مسایلو د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې حتا د ماشومانو په ګډون عمرخوړلې مېرمنې هم درنو کارونو ته اړې کړې دي.

فقیرمحمد فقیرزی
7 سلواغه 1401
ښځې او ماشومان د کور درانه پېټې چلوي، ولې؟

دغه ښځې او ماشومان د ژمي په دې سړه څپه کې په اوږو له غره لرګي راوړي او بیا یې د څو افغانیو په بدل کې پلوري او خپل روزګار ورباندې چلوي.
۵۵ کلنه بي بي ګل یو له هغو ښځو څخه ده چې د ژوند دا دروند پېټی ور تر غاړې دی. نوموړې وایي د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړه ده چې سخت کار وکړي او له غره په دې کمزوري ځان لرګي را ټول کړي.
(( زه په ناروغ بدن دروند کار کوم، سترګې مې درد کوي، د درمل اخیستو توان نه لرم، په کار کولو نوره ستړې یم، جامې ، وړه، اړین شیان نشته چې ژوند پرې آرام کړم. مرستې ته اړتیا لرم.))
له هغې مو وپوښتل چې ولې د عمر دا تېره برخه يې هم په خوارۍ او زحمت کې ده، هېڅ یې ونه ویل یوازې چوپتیا یې غوره کړه.
د نوموړې ترڅنګ په زیات شمېر ماشومان هم درانه پېټي چلوي. د یادې سیمې اوسېدونکی الله نور وایي، دوی بېوزلۍ دې کار ته اړ کړي او په خبره یې د شپې په درېیو بجو ماشومان او ښځې له خوبه راپورته کوي او له غره لرګي راښکته کوي. هغه وایي نارینه یو څه د کار توان لري، خو مېرمنې بیا په سختۍ له ۶ کیلومټره لرې سیمې څخه لرګي را وړي.
(( مجبور یو نیمه شپه ټول راپورته کېږي، غره ته ځو هلته لرګي په شا کوو او دلته یې راوړو ، من به دوه سوه افغانیو پلورو، دا حالت موږ هم ځوروي چې تورسرې لرګي راوړي حتمي ده چې یا لاس او یا پښه یې زخمي کېږي، مجبوري ده نو.))
کوچنی خنجر هم د ماشومتوب خوږه دوره په درنو کارونو تېروي. نوموړی په ورځ کې تر ۱۰ منه لرګي له غره را ښکته کوي او په بدل کې یې تر ۲۵۰ افغانیو پورې ته پیدا کوي.
(( د ورځې ۱۰ منه لرګي را ښکته کوم، بیا یې خرڅوم کله ۲۰۰ افغانۍ کله ۲۵۰ افغانۍ پیدا کوم د ورځې، او کورته سودا اخلم.))
مېرمنې او ماشومان لرګي یوه ځای ته را ټولو او بیا په سوداګرو باندې پلوري.
علي چې د لرګیو کاروبار کوي، وایي له دوی من په ۳۰ افغانۍ لرګي اخلي او بیا یې له ټولولو وروسته، پر نورو پلوري. هغه وایي که حکومت د دې کورنیو لاسنیوی وکړی ښايي له دې حالت څخه ووځي.
(( زه دلته انتظار یم، چې دوی لرګي راوړي بیا د لرګیو بدل کې ورته پیسې ورکوم او بیا یې موږ اخلو او خرڅوو یې، که حکومت او نړیوال مرسته وکړي، دوی سره ښه ده دې حالت نه به ووځي.))
ښایي دا د افغان کورنیو د ژوند د سختو یوه وړه بېلګه وي، خو دې ته ورته نورې سیمې هم شته چې په کې ښځې او ماشومان تر دې سخت حالت سره مخ دي او درانه کارونه کوي.
د نظر خاوندان وایي که حکومت په کور دننه نارینه او ښځينه وو ته کاري فرصتونه زیات کړي، ښايي هېڅ افغان ماشوم او ښځه دې ته اړ نشي، چې درانه کارونه ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA