ads

                                       زابلیان: د مخابراتي خدماتو نشت په تنګ کړي یو

په تېرو دوو لسیزو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا با وجود، په زابل کې اوس هم داسې ولسوالۍ او سیمې تر سترګو کېږي چې مخابراتي خدمات په کې بیخي نشته دی

عبدالقیوم عاجز
5 سلواغه 1401
                                       زابلیان: د مخابراتي خدماتو نشت په تنګ کړي یو

زابلیان وايي چې د مخابراتي شبکو ټکني فعالیتونو او یا نشت له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د محرومیت تر بریده یې رسولي دي.

د میزانې ولسوالۍ اوسېدونکی امین‌الله چې مرکز کلات ته د کور لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو له‌پاره راغلی، وايي چې مخابراتي خدماتو ته نه‌لاسرسي ورته ډېر کړاو پیدا کړی دی.

(( موږ خپله له ستونزو سره مخ یو، په سیمه کې مو انتن او ټلیفوني شبکې نشته، د لارو او روغتیايي ستونزو سره یې مخ کړي یو، له چا سره اړیکه نشو نیولی، ډاکټر نشو خبرولی او نورې ستونزې یعنې ټولې ستونزې د مخابراتي شبکو له نشت څخه دي، موږ له اسلامي امارته غواړو چې مخابراتي شبکې راته فعاله کړي.))

د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکی شرف‌الدین وايي چې له اوږدې مودې راهیسې په کلات ښار کې اوسېږي، خو په خبره یې له خپلو دوستانو او کلیوالو سره ټلیفوني اړیکه نه‌شي نیولی. هغه وايي چې خاک افغان یوه لرې پرته ولسوالي ده او تر بل هر ځایه خلک په کې د مخابراتي فعالیتونو شتون ته اړتیا لري.

((زموږ په ولسوالۍ کې نه مخابراتي شبکې شته او نه هم داسې بل کوم ځای چې له خپلوانو سره اړیکه ولرو، روغتیايي کارکوونکو او نورو سره، ستونزې ډېرې دي، موټر نه‌لرو، لارې مو خرابې دي، که ټلیفون ولرو نو له مرکز کلاته خپلې اړتیاوې پرې پوره کولای شو، له دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې ولسوالۍ کې دي مخابراتي شبکې راته فعاله کړي.))

د کلات ښار بل اوسېدونکې رحیم‌الله هم د ټلیفوني خدماتو له نشست سر ټکوي او له حکومت غواړي چې دغې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

((رښتیا هم د مخابراتي شبکو ځنډ او خنډ زموږ د ژوند په چارو کې لکه روغتیا، معارف او نورو کې ستونزه جوړوي، په لرې پرتو ولسوالیو کې چې کله خلک ټلیفون کوي بار بار پرې کېږي، کیفیت یې کم دی خلک د یوې اړیکې د ترسره کولو لپاره نیم ساعت یوساعت وخت ضایع کوي.))

د دې ټولو ستونزو غورچاڼ مو د زابل مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوی عبدالهادي یحیی ته وړاندې کړ. نوموړي د ټولو ستونزو په منلو سره وویل چې د یو شمېر سیمو په ګډون خاک افغان او اټغر هغه ولسوالۍ دي چې هیڅ مخابراتي خدمات په کې نشته. مولوي یحیي زیاته کړه چې د ټي ډي اف لسمه پروژه د مخابراتو وزارت له لوري پیلېدونکې ده چې له مخې به یې د زابل په ټولو ولسوالیو کې مخابراتي خدمات پراختیا ومومي.

(( زابل کې موږ داسې ولسوالۍ او سیمې لرو چې مخابراتي خدمات یا په کې شته نه او یا هم په نشت حساب دي، له همدې کبله موږ کوښښ کړی چې کار وکړو او ټولو ولسوالیو ته مخابراتي خدمات منظور کړو. د ټي ډي اف لس پروژې له لارې دای چوپان، ارغنداب، میزان، خاک افغان، شهر صفا، اټغر، سیوري او شملزو ولسوالیو لپاره مخابراتي خدمات منظور شوي دي.))

د یادولو وړ ده چې زابل کې دا مهال پنځه مخابراتي شبکې خلکو ته غږیز او انټرنټي خدمات وړاندې کوي، خو لا هم د دغه ولایت یو شمېر سیمې له مخابراتي پوښښ او خدماتو بې برخې پاتې دي، خو دا چې څه وخت به تر سیمې تر پوښښ لاندې راشي وخت به یې ثابته کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA