ډکۍ یا ډاله د موټرو وروستۍ برخه ده چې په معمول ډول د مساپرو د وسایلو د لېږد لهپاره ځانګړې شوې او د چوکۍ او ناستې اسانتیا په کې نشته دی.
د کندهار ښار اوسېدونکې ۲۸کلنې زرغونې چې د قابلهګۍ په برخه کې زدهکړې، وايي چې د زدهکړو پرمهال، هره ورځ له نهمې تر دوهمې ناحیې پورې یې د ټکسي په ډکۍ کې سفر کړی او د موټر په سیټ کې چا ځای نهورکاوه.
نوموړې زیاتوي، ځینې وخت داسې هم شوي چې د موټر له سیټ څخه پاڅول شوې او د موټر ډکۍ ته استول شوې ده.
((کله چي په سیټ کي نارینه نهوي، موټر چلوونکي ښځې په کې کېنوي، خو چې نارینه راپیدا شي، ښځو ته وايي چې له ډکۍ کې کیني، زه خپله له دې حالت سره مخ شوې یم.))
دا ستونزه یوازې په کندهار ښار پورې محدوده نهده، بلکې د کندهار اړوند ولسوالیو ته هم ښځې په د موټرونو په ډکیو کې سفرونه کوي.
۲۱کلنه فرشته همدا خبره کوي. نوموړې وايي چې په ښار او ولسوالیو کې ښځې په ورته ستونزې سره مخ دي او څوک ورته د موټر په سیټ کې ځای نه ورکوي.
دا نجلۍ وايي چې د موټرو په ډکیو کې د ښځو کینول، ښځو ته سپکاوی دی. نوموړې وايي که چېرې زنانه د موټرو په ډکیو کې له کیناستو ډډه وکړي، نو بیا اړ دي چې په ساعتونو ساعتونو پلی مزل وکړي.
((زه خپله ډېری وخت په پښو تګ راتګ کوم، ځکه نهغواړم چې د ټکسي یا نورو موټرو په ډکۍ کې سفر وکړم.))
فرشته وايي چې د ټکسي او نورو موټرو په ډکۍ کې نهیوازې عامې ښځې، بلکې ډاکټرانې، د ښوونځۍ استادانې او په دفترونو کې کارکوونکې ښځې هم سفرونه کوي.
((دا ستونزه هم په جمهوریت کې وه او هم اوس په امارت کې شته، موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چي د ښځو لپاره ځانګړي ټرانسپورټي وسایط په ښار کي فعال کړي.))
بل لورته په کندهار کې موټرچلوونکي هم دغه ستونزه تاییدوي، خو په دې توپیر چې دغه کار خپله مجبوري بولي. د کندهار ښار یو ټکسي چلوونکی فضل محمد وايي که چېرې ټول سیټ ښځو ته پرېږدي، بیا څوک د بسته سیټ کرایه نهورکوي، خو که په ټول سیټ د یوه کس کرایه واخلي، بیا دوی تاوان کوي.
((موږ ښځې په ډکۍ کي کېنوو، ځکه تر ښځينه سفر کوونکي نارینه سفر کوونکي ډېر وي، نو که ښځه په سیټ کي ناسته وي، نارینه سفار کوونکی بيا په سیټ کي نشي کېناستلی او ښځه د ټول سیټ کرایه نه راکوي.))
ټولنیز فعال احمد نبي رسا بیا وايي چې دا مسئله اوس په کندهار کې يوه ناسم رواج بدله شوې ده. نوموړی وايي چې ناوړه دود نهیوازې په کندهار، بلکې په هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو کې هم تر سترګو کېږي.
رسا وړاندیز کوي چې د دغې ستونزې د حل لهپاره باید ملي بسونه فعال شي، تر څو دغه ستونزه په بنیادي توګه حل او د ښځو انساني کرامت ته درناوی شوی وي.
((زما په اند د ښاري بسونو تنظیمول او فعالول د حل لاره کېدای شي. په ښاري بسونو کې د نارینه او ښځو چوکۍ جلا کېدای شي.))
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د واکمنېدو په لومړیو کې ځینې غیر فعال ملي بسونه فعاله کړل، خو تر څو اوونۍ فعالیت وروسته بېرته په ټپه ودرېدل.
دغه راز په تېر جمهوریت کې کندهار ولایت مقام، د ټکسي په ډکیو کې د ښځو سفر محدود او موټرچلوونکو ته لارښوونه وکړه چې ښځو ته په موټرو کې سیټونه بېل کړي، خو د یوې منظمې تګلارې د نشت له کبله دا طرحې تطبیق نهشوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ