ads

په ننګرهار کې د ممپليو حاصلات ډېر شوي

د ننګرهار کرنې ریاست مسولین وایي، سږکال په دغه ولایت کې د ممپلیو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو چنده زیات شوي دي.

جان اغا صالح
12 مرغومی 1401
په ننګرهار کې د ممپليو حاصلات ډېر شوي

د کرنې ریاست صنعتي او تیلي نباتاتو مسول یاسر دره نوري له کلید سره په خبرو کې د حاصلاتو د ډېروالي لامل په دغه ولایت کې د ممپلیو زیاته کرکېله او دې برخې ته د کروندګرو زیاته پاملرنه بولي.
نوموړی وایي، اوسمهال د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې په ۲۴۰ هکتاره ځمکه د ممپلیو کرکیله شوې او د دغه ولایت اقلیم د ممپلیو کرکېلي، پالنې او روزنې ته مناسبه دی:
«د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې ممپلي کرل شوي چې عبارت دي له خوږیاڼي، پچیراګام، شیرزاد، هسکه مېنه، حصارک، چپرهار او غني خیل. تیره کال په ۲۱۰ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي وو، چې حاصل یې ۴۱۰ ټنه و، خو سږکال په ۲۴۰ هکتاره ممپلي کرل شوي چې حاصلات یې هم ۵۱۶ ټنه شوي او لا هڅه کې یو چې د ممپلیو کرکیله زیاته شي.»
بلخوا کروند ګر هم د ممپلیو سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي
د ننګرهار د خوږیاڼو او پچیراګام ولسوالۍ دوه دهقانانو شیررحمن او حضرت محمد چې سږکال یې په خپلو ځمکو کې د ممپلیو کرلي وایي، د ممپلیو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې او په وينا یې د نورو کښتونو په پرتله یې ګټه ډیره ده.
شیررحمن زیاتوي:« دممپلیو سږنیو حاصلاتو ته خوشاله یو، خو غوښتنه مو له حکومت څخه دا ده چې د ممپلیو کرکیله دې زیاته شي ځکه دا د کوکنارو ښه بدیل دی او په دې برخه کې باید کروندګرو سره مرسته وشي او حاصلات یې بهر ته صادر شي.»
حضرت الله زیاته کړه:«د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ او په خاص ډول د ننګرهار ممپلي ډیر ښه دي او غوښتنه کوو چې باید دهقانان وهڅول شي، چې ممپلیو کرکیلې ته مخه کړي او په دې برخه کې لا ډیر کار وکړي.»
په ورته مهال جلال اباد ښار کې د ممپلیو یو شمیر کارخونې هم فعالیت کوي چې په کې د دې ولایت ممپلي پروسیس او بیا له دې ځایه نورو ولایتونو ته انتقالیږي.
د ممپلیو یو سوداګر شریف الله وایي، د ننګرهار ممپلي د کورني بازار تر څنګ په نړیواله کچه هم ښه بازار لري، چې له مسولین یې دې برخه کې د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي
شریف الله زیاتوي:«د ننګرهار ممپلي چې دلته پخیږي او بیا له دې ځایه کونړ، کندهار، کابل او نورو ولایتونو ته انتقالیږي ځکه دننګرهار ښه ممپلي دي او له حکومت غواړو چې کرونده ګر د ممپلیو کرلو ته وهڅوي چې په دې سره به مونږ اړ نه یو چې د نورو هیوادونو نه ممپلي وارد کړو.»
د کرنې برخې د پوهانو په اند، که حکومت په دغه ولايت کې د کروندګرو لاسنيوی وکړي او د کرنيزو حاصلاتو د ساتنې لپاره يې معياري سړې خونې جوړې کړي، تر ډېره به د کال په ټولو موسمونو کې د هېوادوالو د کرنيزو محصولاتو اړتياوو ته رسېدنه وکړای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA