ads

افغانستان ته د روسیې د ګازو رالېږد هرکلی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت افغانستان او جنوبي اسیا ته د روسیې هېواد له لوري د ګازو د صادرولو د پرېکړې هرکلی کړی.

کامران احمدزی
11 مرغومی 1401
افغانستان ته د روسیې د ګازو رالېږد هرکلی

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ډول پرېکړه د افغانستان او سیمې هېوادونو په ګټه ده.
په خبر پاڼه کې راغلي، افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پر ټینګولو باور لري او د پخوا په پرتله یې دې برخې ته زیاته زمینه برابره کړې ده.
تېره اوونۍ د روسیې د صدراعظم مرستیال «الکساندر نوواک» ټاس خبري اژانس ته ویلي وو چې روسیه کولای شي د اوږدې مودې لپاره د منځنۍ اسیا او یا ایران له لارې افغانستان او پاکستان ته ګاز صادر کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان تر دې وړاندې له روسیې سره د سون او خوراکي توکو قراردادونه کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA