ads

په ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

په ننګرهار کې د یو خصوصي پوهنتون د زده کړیالانو د تولیداتو او لاسته راوړنو لپاره دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

جان اغا صالح
5 مرغومی 1401
په ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

دغه نندارتو په ننګرهار کې د التقوا خصوصي پوهنتون له لوري جوړ شوی، چې په کې د اقتصاد پوهنځي د زده کړیالانو په لاس جوړ شوي لاسي صنایع، نوښتونه، خوراکي او بیلابیل توکي په ۳۰ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
د یاد پوهنتون رییس خوشحال جواد وایې، د نندارتون له جوړېدو یې هدف محصلین په خپل مسلک برلاسي کول، د علمي کچې لوړول، د کورنیو تولیداتو او صنایعو لپاره بازارموندنه ده.
جواد زیاتوي:
«دپوهنتون د اقتصاد پوهنځي د زده کړیالانو له لوري په دې نندارتون کې په ۳۰ غرفو کې د دوی په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته ایښودل شوي او هدف یې زده کړو ته د محصلینو هڅول، د علمي سوېې لوړول او هم به له دې لارې وکولای شي ځان ته په راتلوونکې کاروبار برابر کړي.»
د نندارتون ګډونوال او محصلین سید نثار او عثمان علي بیا خوښ دي چې خپل تولیدات یې نندارې ته اېښي. دوی تمه لري چې د دا ډول نندارتونونو په جوړېدو سره به نه یوازې کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وشي، بلکې د محصلینو د علمي سویې په لوړولو کې هم مهم رول لرلی شي.
سید نثار زیاتوي:
«محصلین ډېر خوشاله دي چې د دوی په لاس جوړو شوي تولیدات نندارې ته اېښودل شوي او په دې سره محصلین لا هڅېږي چې په خپل مسلک کې کار وکړي.»
عثمان علي زیاتوي:
«زه ډېر خوشاله یم چې په خپل لاس جوړ شوی توکې مې دلته نندارې ته ایښي، ځکه مونږ اوس کولای شو چې په راتلوونکې خپل ځان لپاره کاروبار برابر کړو، نو دا ډول نندارتونونه د محصلینو لپاره په عملي زده کړو کې ډېر زیات ګټو دي.»
د پوهنتون استاد شاکرالله هم د زده کړیالانو په لاس د جوړو شویو توکو لپاره د دا شان نندارتونو جوړېدل ګټور بولي او وایي، که پام ورته وشي، نو زده کړیالان به یې ډېرې لاسته راوړنې ولري.
شاکرالله زیاته کړه:«د محصلینو د عملي کار او د علمي کچې لوړیدو لپاره دا ډول نندارتونو جوړیدل ډېر مهم او ګټور دي، ځکه دوی چې څه نظري لوستي او بیا یې عملي کوي نو دوی په خپل مسلک برلاسي کیدای شي او په راتلوونکې کې کولای شي په خپله ځان لپاره کاروبار برابر کړي.»
د نندارتون ځینې نور ګډونوال بیا دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د پېژندنې لپاره ډېر ګټور بولي.
دوی ټینګار کوي که مسوولین د کورنیو تولیداتو لپاره د پلور بازار برابر کړي خپل تولیدات به لا زیات کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA