ads

له ترکمنستان سره د برېښنا تړون نوی کېږي

په افغانستان کې د برېښنا شرکت چارواکي وايي، ډېر ژر به له ترکمنستان سره د وارداتي برېښنا تړون نوی کړي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 مرغومی 1401
له ترکمنستان سره د برېښنا تړون نوی کېږي

د یاد شرکت پر ټوېټر پاڼه لیکل شوي چې د افغانستان برېښنا شرکت اجرايوي ریيس محمد حنیف حمزه د ترکمنستان د برېښنا شرکت له استازي «چاري جومایوف» سره په لیدنه کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي، نورالجهاد سب سټېشن او د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د برېښنا د پېرلو پر تړون خبرې کړې دي.
د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي کلید راډیو ته وویل، دا چې د افغانستان برېښنا ډېره وارداتي ده، د نوي کال په راتګ سره موږ له ګاونډیو هېوادونو سره د برېښنا په برخه کې تړونونه نوي کوو.
«برېښنا شرکت د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره هم د وارداتي برېښنا په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره تړونونه نوي کوي.»
د اقتصادي چارو شونونکي په داسې حال کې چې هېوادوال د برېښنا له پرچاوۍ څخه ځورېږي، د یاد اقدام هرکلی کوي، خو له حکومته غواړي چې د برېښنا واردولو تر څنګ په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې هم پانګونه وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی شفیع الله ستومان وايي، اسلامي امارت ته په کار ده چې د اوږدې مودې لپاره په کور دننه د هېوادوالو د برېښنا اړتیاوې پوره او پر دې برخه پانګونه وکړي.
«حکومت کولی شي چې د ډبرو سکرو په کارولو سره د برېښنا لويې دستګاوې جوړې کړي، ځکه د ډبرو سکرو دستګاوې به د افغانانو لپاره ښه اقدام وي. د دې تر څنګ که پر لمریزې برېښنا پانګونه وشي، افغانستان به د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیا شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي بهیر ځلاند هم کلید راډیو وویل، افغانستان د برېښنا په برخه کې وارداتي هېواد دی او په کور دننه دومره برېښنا نه لري چې خپله اړتیاوې پرې پوره کړي.
دی هم غوښتنه کوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره تړونونه وشي.
«که په کور دننه د کونړ او هلمند سیندونو تر څنګ په نورو ولایتونو کې پر وړو سیندونو د برېښنا بندونه جوړ شي، افغانستان د ۳۰ زره میګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري.»
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د برېښنا پرچاوۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، خو دا چې اوس په دې برخه کې د تړونونو د نوي کېدو خبر کېږي، هېوادوال یې هرکلی کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA