له یاد بانک څخه پرون ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتنه شوې چې په دې لیلام کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په لیلام کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د لیلام ګټونکي اړ دي چې د ورځې تر وروستیو خپل حسابونه تصفیه کړي.
د یادولو وړ ده چې په تېرو درېیو اوونیو کې افغانستان بانک ۵۴ میلیونه ډالر د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره لیلام کړي دي.