ads

د تورو ښیښو موټر او وسلو ګرځول دې بند شي

څو میاشتې وړاندې چې کله په ارزګان کې د تورو ښیښو موټرو او وسلو ګرځېدو د مخنیوي کمپاین پیل شو، د خلکو له ګرم هرکلي سره مخ شو.

احسان الله ولسمل
26 لیندۍ 1401
د تورو ښیښو موټر او وسلو ګرځول دې بند شي

اوس یو ځل بیا په ښار کې د دغو موټرو او غیر مسوله وسله والو د ګرځېدو مخینوي غوښتنه شوې او له مسوولو چارواکو غواړي چې په جدي ډول یې مخه ونیسي.
د ترينکوټ دوو اوسېدونکو شريف الله او محمد کريم له کليد راډيو سره په خبرو کې وويل:
شريف الله: «ان تر دې چې عام خلک هم تورې ښيښي لرونکي موټر کرځوي او نظامي کسان يې هم ګرځوي. اوس دا نه معلومېږي چې ته نظامي يې که شخصې يې. باید دغې برخې ته جدي پاملرنه وشي.»
محمد کریم: «په ښارکې د تورو ښيښو او غير مسوله وسله‌والو مخنيوی د امنيت په ښه کولو کې رول لري. حکومت باید دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»
کارپوهان هم وايي چې د جنايي جرمونو د کمېدو او د عامه نظم د ښه کولو لپاره په کار ده چې په ښار کې د غير مسوله وسله‌والو او تورو ښيښو لرونکو موټرو مخه ونيول شي.
شريف الله شرافت وايي، د تورو ښيښو لرونکو موټرو او غير قانوني وسلو مخنيوی د امنيت په ښه کولو کې ۹۰ سلنه رول لري.
نوموړي وويل:
«بندېدل یې په امنيتي برخه کې ښه اغېز لري، نو اسلامي امارت ته په کار ده چې په هېواد کې د غير قانوني وسلو او تورو ښيښو لرونکو موټرو مخه ونيسي.»
ولايتي مسولين بیا وايي، د غير مسوله وسله‌والو او تورو ښيښو لرونکو موټرو مخنيوي ته يې پام کړی او هغه کسان نه پرې ږدي چې د عامه نظم د خرابېدو هڅه کوي.
د ارزګان امنيه قومندان وايي، په ښار کې يوازې هغه کسان چې له دولت څخه يې جواز ترلاسه کړی وي، کولايي شي چې تورې ښيښه لرونکي موټر وچلوي او وسلې له ځان سره وګرځوي؛ له دې پرته جاته اجازه نه ورکوله کېږي.
هغه وايي:
«د تورو ښيښو اجازه هېچا ته نشته، نه عامو خلکو ته او نه هم د اسلامي امارت ځواکونو ته. که څوک غواړي چې موټر يې تورې ښيښي ولري، باید راشي قومندانۍ ته او موږ د قانون له مخې اجرات وکړو.»
دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې عام خلکو د عامه نظم د ښه کولو په برخه کې له حکومت څخه د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA